د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې د تحریک طالبان یو کمندان او ګڼ وسله وال نیول شوي


د هنګو ضلعې په دوابۍ سیمه کې له لټون عملیاتو وروسته پولیسو د وسله والو د یوه مهم کمندان په ګډون ۱۶ مشکوک کسان نیولی دی.


دغه عملیات نن د چارشنبې پر سهار په دغه سیمه کې تر دوو ګنټو جاری ول.

د دوابې تاڼې مشر ایس ایچ او اسلام الدین مشال ریډیو ته وویل د نیول شوي مهم کمندان نوم د امنیتي وجوهاتو له کبله رسنو ته نه شي څرګندولای، خو نوموړي وویل چې کمندان د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې غړی دی.

دنوموړی زیاته کړه چې په سیمه کې د پولیس ګاډو په نښه کېدو وروسته یې عملیات وکړل.

په دوابې سیمه کې د سېشنبې پر ورځ له پولیس ګاډي سره جوخت بمي چاودنه شوې وه خو ځاني زیان یې نه وو اړولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG