د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویزمشرف عدالت ته حاضر شو


پرویز مشرف
پرویز مشرف


دپاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف دنهې په ورځ په اسلام اباد کې خصوصي عدالت ته حاضرشو.

په دې موقع سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. راپورونه وايي په نوموړی متهم ونه پیژندل شو. اوس به د راتلونکې جمعې په ورځ په خصوصي عدالت کې په دې خبره بحث کیږي چې دا عدالت د پخواني پوځي ولسمشر په اړه فیصله کولی شي کنه دابه پوځي عدالت ته سپارل کیږي.

د قاضي فیصل عرب په مشرۍ کې د پاکستان د سترې محکمې درې قاضیان د مشرف دوسیه څیړي.

راپورونه وايي که پخوانی ولسمشر نن عدالت ته حاضر شوی نه وای نو ښايي بې له ضمانته د ګرفتارۍ وارنټ یې جاري شوی وای.

نوموړی د څه کم دوو میاشتو راهیسې له عدالتي کارویانو ډډه کوي او د راولپنډۍ په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

XS
SM
MD
LG