د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف : د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوو


P
P

دپاکستان د حکومت لخوا د مذاکراتو لپاره ټاکل شوې کمیټې دنهې په ورځ په اسلام اباد کې غونډه وکړه او په ترڅ کې يې د مذاکراتو د ځنډيدو وروسته په پیداشویو حالاتو باندې خبرې وکړې.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف حکومتي کمېټۍ ته ویلي دي چې له طالبانو سره دې د سولې خبرو ته دوام ورکړي. نوموړي نن د هغې کمېټۍ له غړو سره ولیدل چې له طالبانو سره د رابطو او خبرو دنده ورته سپارل شوې ده.

پرون د دواړوو خواوو خبرې وروسته له هغې وځنډيدلي چې د تحريک طالبان پاکستان مومند څانګې د اتوار په ورځ يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستاني جيلونو کې د خپلو ملګرو د وژنې په بدل کې يې د ایف سي ځواکونو هغه ۲۳ سرتیري وژلي چې په ۲۰۱۰ کې کال يې په مومندو کې د شونکړۍ له يوې امنیتې پوستې څخه تښتولي وو.

دطالبانو لخوا ټاکلې شوې کمیټۍ د دغو خبرو په ځنډیدلو خفګان ښودلی دي.
XS
SM
MD
LG