د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان وايي دهیواد راتلونکی به ویاړمن وي


دمشال راډیو دافغان څانګې ( ازادۍ راډیو ) او د ملي راډیو تلویزون په ګډو هڅو د اتوار په ورځ په کابل کې یوه ملي مناطره تر سره شوه. دمناظرې کوربه د ازادۍ او مشال راډیو عمومي مشر اکبر ایازي و او پنځو کاندیدانو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. له دغو پنځو کاندیدانو څخه دوه یې حاضر نه شول چې عبدالقیوم کرزی او زلمی رسول نومیږي. د کومو ښاغلیو ترمنځ چې مناظره وشوه په هغو کې ډاکټر اشرف غني احمد زی ، هدایت امین ارسلا او محمد نادر نعیم شامل دي.

ددې مناظرې ځینې پوښتنې او د هر یو کاندید ځواب په لیکلې بڼه تاسو دلته لوستلی شئ : د مناظرې په پیل کې درېواړو کاندیدانو ته وخت ورکړل شو چې د پیل خبرې دې وکړي او خپلې هڅې دې تشریح کړي : د درېواړو کاندیدانو د پیل خبرې په دې توګه وې :

اشرف غني احمد زی :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ


موږ یوازې ستونزې نه لرو ، ظرفیتونه هم لرو. له ښاغلي کرزي مننه کوو چې په سوله ایزه بڼه واک لیږدوي. داچې لاسونه مې په وینو نه دي ککړ نو په هیواد کې سوله او استحکام راوستلی شمه.


هدایت امین ارسلا :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په هیواد کې باید اداري فساد ختم شي. فقر باید ختم شي
، نو هله ښه حکومت رامنځ ته کیدای شي، او مونږ به د همدې لپاره هلې ځلې کوو.

محمد نادر نعیم :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ترڅو خلک په حکومت باور ونه کړي، د حکومت او خلکو ترمنځ واټن ختم نه شي، ښه حکومت نشي رامنځ ته کیدای .

د مناظرې ځینې نورې پوښتنې او د کاندیدانو د ځوابونو خلاصه په دې توګه وه :

د مشال راډیو مشر اکبر ایازي پوښتنه وکړه : کومو کسانو ته به په حکومت او کابینه کې ځای ورکوئ :
د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندید اشرف غني احمد زی یې په ځواب کې وايي : هغو کسانو ته د کارموقع ورکوم چې با حیثیته ، سیاسي وزن لرونکي او نفوس لرونکي وي. محمد نادر نعیم یې په ځواب کې وویل : هغو کسانو ته به موقع ورکوي چې په اداري فساد کې ککړ نه وي، لاسونه یې د خلکو په وینو لړلې نه وي، او دده سره هم خیاله وي. د همدې پوښتنې په ځواب کې هدایت امین ارسلا بیا وویل : پاک ، تجربه لرونکو کسانو ته به موقع ورکوي.


دمشال راډیو مشر اکبر ایازي پوښتنه وکړه : له جهاد نه خلکو د ځواک او د واک د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړه ، څه به کوئ چې له جهاد نه د بیا لپاره داسې ګټه پورته نه شي ؟

ددې پوښتنې په ځواب کې محمد نادر نعیم وویل : د شرم ځای دی چې جهاد ډیرو خلکو وکړ، شهیدان ټولو ورکړل ، خو یو شمیر خلک ددې نه دځان په ګټه استفاده کوي.

اشرف غني احمدزي ددې پوښتنې په ځواب کې وویل : قوي اراده لرم چې د جهاد ارزښت ته په پام س
ره هغو کسانو ته به ارزښت ورکوم او غم به یې خورم چې د جهاد په وجه ترې پوهنتونونه پاتې شول او یا هم معیوبه شول. ستونزه په جهاد کې نه وه ، بلکه په استفاده کې یې وه.

هدایت امین ارسلا وايي : جهاد ددې لپاره نه و چې د قدرت د تر لاسه کولو لپاره دې ترې استفاده وشي، ځینو رهبرانو د جاد په سر واک تر ځانه پورې محدود وساتلو چې له امله یې ملک تقسیم شو.



دمناظرې پوښتنه : دبهرنیو له وتلو وروسته دافغانستان د اقتصاد د جوړولو لپاره څه پلان لرئ ؟

د محمد نادر نعیم ځواب :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په تیرو دولسو کلونو کې اقتصاد ډیره وده ونه کړه ، ۹۵ په سلو کې واردات او ۵ فیصده صادرات لرو. زه د پنځلسو کلونو اقتصادي پلان لرم، زراعت ، د معادنو ویستلو، او د هیواد د جغرافیايي حیثیت نه د ګټو اخیستلو هڅه کوم. ځوانانو ته د کار زیاتې موقعې ورکوو، ښه مدیریت به لرو چې ترې ګټه پورته شي.

د اشرف غني احمد زي ځواب :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
باید دافغانستان اقتصاد ته دومره ناهیلې هم نه شو، مرستې به کیږي ، ژمنې شوي دي او د ښه مدیریت له کبله به وضع ښه کوو، افغانستان ته د فقر په نظر مه ګورئ، مونږ د پیاوړي اقتصاد ظرفیت لرو ، که حالات ښه شي، دلته د پانګه اچونې زیات امکانات شته. په راتلونکو ۲۵ کلونو کې افغانستان د اسیا په زړه بدلیدونکی دی.

د هدایت امین ارسلا ځواب :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه هم د افغانستان اقتصادي وضعې ته ناهیلی نه یم ، د مرستو ژمنې شوي ، دلته پانګه اچونکي هله رادرومي چې دلته حالات ښه کړو ، د هغوی پانګه خوندي ده، د سمې حکومتدارۍ له برکته پانګه وال ډاډمن کیږي. دافغانستان معادن عظیم امکانات دي، خو ترې د اعظمي استفادې اړتیا ده.




د مناظرې پوښتنه : دامریکا سره موافقه لاس لیکوئ کنه ؟

د محمد نادر نعیم ځواب :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلک ددې قرارداد د نه امضا له وجې په اندیښنو کې راګیر دي. دا باید امضا شي، دا ډیر ارزښت لري، د راتلونکو کلونو لپاره افغانستان ته اقتصادي ګټه ورکوي، مونږ ددې قرار داد متبادل نه لرو، مونږ تر راتلونکو ۱۵ کلونو پورې نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو. دا باید امضا شي.

د هدایت امین ارسلا ځواب :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا تړون د حکومت لخوا جوړه شوې وه ، مشورتي لویې جرګې پرې موافقه وکړه، پارلمان هم غواړي چې دا زر امضا شي، دافغانستان اکثریت ددې امضا غواړي، زه ګڼم چې داد افغانستان په ګټه دی، که ولسمشر شوم دا خامخا امضا کوم. دوی به راسره دا مني چې د افغانستان د خلکو په کورونو به بریدونه نه کوي. دافغانستان د استقلال په ضد به حرکت نه کوي، زمونږ د ګاونډیو پرضد به هم زمونږ د خاورې نه ګټه نه پورته کوي.

د اشرف غني احمد زي ځواب :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا قرارداد د افغانستان د ملي حاکمیت وسیله ده، د قوې د استعمال واک افغانستان ته په لاس کې ورکوي ، زمونږ امنیتي ځواکونه ددې قرارداد په بدل کې زیاتې مرستې تر لاسه کوي. دافغانستان د خونديتوب موضوع په دې قرارداد کې خوندي دي، که امضا نه شي، د اروپا او امریکا سره مو اړیکې وده نه کوي. منطقې ته باید معلومه وي چې له کرزي نه پس چې کوم ولسمشر ر اشي، هغه به قوي وي نه کمزوری.



د مناظرې پوښتنه : دمیرمنو د حقونو لپاره څه کول غواړئ ؟

د محمد نادر نعیم ځواب :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مونږ مسلمانان یو ، افغانان یو ، خو په افغانستان کې زمونږ د میرمنو بد حالت دی، که زمونږ حکومت جوړ شو په میرمنو د زور زیاتي نه د مخ نیوي هڅه کوو. مونږ پلان لرو ، چې پر میرمنو تیري کونکي لږ تر لږه پنځه کاله پورې بندي کړو. دافغانستان د ابادۍ ۵۰ فیصده نه زیاته برخه یې میرمنې دي. مونږ په خپل حکومت کې میرمنو ته زیاته ونډه ورکوو.

د هدایت امین ارسلا ځواب :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما تل ویلي چې د حکومت حاکمیت باید پر ځای شي. پر میرمنو زور زیاتی جرم دی، ددې جرم په وړاندې باید سزا موجوده وي، دا ډول جرم هیڅ د زغم وړ نه دی. که څوک هرڅومره قوي وي ، قانون یې باید مخه ونیسي. مونږ باید بشري حقونو ته درناوی ولرو، د میرمنو حقونه باید خوندي وي. ما تل د میرمنو حقونه په پام کې نیولي دي. ښځه باید د سړي یا سړی باید د ښځې انډول وي.

د اشرف غني احمد زي ځواب :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که خدای زه ولسمشر کړم ، په هرې میرمنې چې ظلم کیږي، ارګ به یې پوښتنه کوي. که چارواکي هم په دې کې لاس ولري د هغوی پرضد هم اقدامات کوو. د میرمنو احترام باید د هغوی حیثیت ته په کتنې سره وشي. اسلام میرمنو ته زیات حقوق ورکړي دي. د اساسي قانون ټولې مادې به عملي کیږي. په هرو شپږو میاشتو کې به ددوی د وضعې د څارلو راپور چمتو کوو.



د مناظرې پوښتنه : ځوان نسل ته څه پلانونه لرئ ؟

د محمد نادر نعیم ځواب :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه پخپله ځوان کاندید یم ، زما شعار نوې هیلې پرمخ وړل دي. مونږ باید مسلکي ځواک ولرو. زه ځوانانو ته دعوت ورکوم چې په راتلونکي حکومت کې دې راسره برخه واخلي. زه د ځوانانو د کارونو د ښه کولو لپاره د بودیجې یوه برخه ځانګړې کوم. ځوانان د ملي وحدت د جوړولو لپاره کار کولی شي.

د هدایت امین ارسلا ځواب :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماچې د سولې په اړه خبره کوله ، ومې ویل چې کار باید پيدا شي، زه پوهیږم ځوانان چې کار ونه لري، د مخالفو لوري ته ځي، پرته له دې نه سوله نشي راتلی. مونږ د کار د تولید په باره پلان لرو. مونږ به ځوانانو ته په هرّ څانګه کې موقع ورکوو او سیاست ته به یې هم تشویقوو.

د اشرف غني احمد زي ځواب :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځوانان د وطن اکثریت دي، خو بې واکه دي. ځوانانو ته کار ورکول لومړی ګام دی. ددې لپاره مشخص پروګرام لرو. ځوانان نن له مشارکت نه محروم دي، دولت باید د ځوانانو په لاس کې وي. دافغانستان نن باید د ځوانانو په لاس کې وي. دافغانستان د فټ بال او کرکټ ځوانانو افغانستان ته ښه شهرت ورکړی دی. مونږ غواړو چې په کور دننه او بهر کې روزنیزې پروژې عملي کړو. او د هیواد نه بهر هم دوی ته د کار د چانس د برابرولو لپاره کار کوو.


د یادولو وړ ده چې دافغانستان ملي راډیو تلویزون او ازادۍ راډیو د خالي او اتوار په ورځو دوه مناظرې ترتیب کړې وې چې ورکې ټولو کاندیدانو ته د ګډون کولو بلنه ورکړل شوې وه. په لومړۍ ورځ څلورو کاندیدانو ګل اغا شیرزي ، قطب الدین هلال ، داود سلطان زوی او عبدالرحیم وردګ په مناظره کې برخه واخیسته او دوو نورو کاندیدانو عبدالرب رسول سیاف او ډاکټر عبدالله په مناظره کې د ګډون کولو نه ډډه وکړه.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د اپریل د میاشتې په پنځمه نیټه ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG