د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د انتخاباتي کمپاين لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شو


د ننګرهار د پولیسو مشر جنرال فضل احمد شیزاد
د ننګرهار د پولیسو مشر جنرال فضل احمد شیزاد

د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په ننګرهار کې هم د ولسمشرۍ د کانديدانو انتخاباتي کمپاين پيل شوی او ورسره سم کلک امنيتي تدابير هم نيول شوي، د ننګرهار د پوليسو مشر جنرال فضل احمد شيرزاد سره د مشال راډيو همکار باز محمد عابد يوه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د انتخاباتي کمپاين د غونډو د تر سره کيدو لپاره يې کوم عملي ګامونه پورته کړي دي ؟

جنرال شيرزاد: د ننګرهار شريفو خلکو او په ځانګړي ډول د جلال اباد ښاريانو ته ډاډ ورکوم چې د هرې ورځې په تېريدو به جلال اباد ښار ته امن راځي او ننګرهار ته به امن راځي. او د انتخاباتو د ښه تر سره کولو لپاره موږ ډير جدي پلانونه په لاس کې لرو، د تيرې يوې اوونۍ څخه چې کاندیدان د خپلې انتخاباتي مبارزې لپاره کمپاين کوي، غونډې جوړوي، هيڅ ډول امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې او د هغوی لپاره ډير جدي پلانونه او عملي ګامونه پورته شوي دي.

مشال راډيو: تاسو خلکو ته څومره ډاډ ورکوئ چې دغه انتخابات به په شفافه توګه او د امن په فضا کې تر سره شي؟

جنرال شيرزاد: زه خپلو شريفو خلکو ته دا ډاډ ورکوم، ننګرهاريانو ته دا ډاډ ورکوم چې، هغه عمليات چې موږ کړي ،او په راتلونکې کې يې په پام کې لرو، هغه به په ده بالا کې وي، هغه به په حصارک کې وي، هغه به په شيرزادو کې وي او هغه به بيا هم په بټي کوټ کې وي. تاسو وليدل چې موږ خوګياڼو، چپرهار او تورخم جلال اباد لارې لپاره ډير جدي ګانونه پورته کړل او امنيتي پوستې مو ځای په ځای کړې. او بلاخره هلته اوس امنيت تامين دی. زموږ د شپږو ولسواليو لپاره د محلي پوليسو افتتاح تاسو وليدله چې اوس موږ هره ورځ د اچين، چپرهار، نازيان، بټي کوټ، حصارک او شيرزادو کې د امن راوستو لپاره ډير جدي ګامونه پورته کوو، موږ به ډير ژر نورو ولسواليو لکه ده بالا او نازيانو او اچين ولسواليو ته ډيره جدي پاملرنه وکړو. په دې څه کم دوه مياشتو کې به موږ د امنيت په برخه کې هغه څه وکړو چې خلکو يې توقع نه درلودله.

مشال راډيو: دغو کمپاین کونکو چې اوس فې الحال يې په جلال اباد ښار کې دفترونه پرانستي، که دوی چيرته وغواړي چې ولسواليو ته ولاړ شي، تاسو به يې د امنيت په برخه کې مرسته وکړئ؟

جنرال شيرزاد: موږ د کورنيو چارو د وزارت د پلان مطابق دوی سره هر ډول مرسته کوو او دوی ته د امنيت د راوستو مسووليت لرو. موږ ګډ امنيتي پلانونه لرو، دوی چې هر چيرته د انتخاباتو د کمپين لپاره مبارزې لري او يا هلته غونډې لري، هرې ولسوالۍ کې چې دوی غونډه لري، د دوی امنيت به موږ تامينوو او دوی ته موږ ډاډ ورکوو چې انشاالله هيڅ مشکل به نه وي.

XS
SM
MD
LG