د لاسرسي ځای

'وسله وال بريدونه د سولې خبرو ته زيان رسوي'


د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي کمېټیو غړي

د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي کمېټیو غړي

پراګ: د سولې د خبرو اترو لپاره د پاکستان د حکومت او د تحريک طالبان پاکستان لخوا د ګمارل شوو کمېټيانو غړو ويلي چې د تشدد روانه لړۍ نه يوازې د افسوس وړ ده بلکې دا د سولې روان بهير له مشکلاتو سره مخامخ کولای شي. دا چې په دې هيواد کې اوسني وسله وال بريدونه د سولې خبرې اترې له کومو ننګونو سره مخامخ کولای شي او د دې راتلونکی به څنګه وي؟

د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې د جمعې په ورځ په يوه غونډه کې د حکومت او طالبانو کميټيانو د هيواد په بېلا بيلو برخو کې د تشدد کاروايانې د اندېښنې وړ بللي او ويلي يې دي چې دا به د خبرو اترو پر روان بهير منفي اغېز ولري.

تر دې وړاندې په کراچي ښار کې د جمعې په ورځ پر امنیتي ځواکونو هغه وخت بريد وشو کله چې يو ځانمرګي بریدګر خپل ځان د رېنجر ځواک د یو افسر د موټر مخې ته والوځوی. که څه هم په دې بريد کې يوازې دوه ولسي وګړي ژوبل شول خو د پنجشنبې په ورځ هم په دغه ښار کې پر امنیتي ځواکونو بريد وشو چې له امله یې ۱۳ پولیس سرتیري وژل شوي او لسګونو نور ژوبل شوي ول.

تحريک طالبان پاکستان پر پوليسو د بريد پړه ومنله او دا يې د پاکستان د امنيتي سرتيرو لخوا د خپلو ملګرو د وژلو بدل وباله.

دا چې دغه ډول بريدونه به د سولې پر خبرو اترو څه ډول اغېز وکړي؟ په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) سعد محمد خان وايي چې د بريدونو په جريان کې روانې خبرې اترې څه نتيجه نشي ورکولای.

((دلته يو عجيبه حالت دی چې هغوی [طالبان] بريدونه جاري ساتي او که حکومت يو بريد هم وکړی نو بيا هغوی له مذاکراتو نه لاس اخلي. دا يو عجيبه منطق دی. حکومت د خپل طرف نه یکطرفه جنګ بندي جاري ساتلې ده او د هغوی لخوا بريدونه روان دي. دا د حکومت نه پوهېدل او ناتجربه کاري ده.))

که يو خوا بريګيډير سعد د خبرو اترو په روان بهير کې د حکومتي دريځ کمزورتيا ته ګوته نيسي نو بلخوا د حکومت لخوا د ټاکل شوي کمېټۍ غړی رستم شاه مومند د طالبانو لخوا بريد د افسوس وړ ګڼي او زياتوي چې د دواړو لوريو لخوا تر ډزبندۍ وروسته د اصلي مسايلو پر حل خبرې کېدای شي.

((په کراچي چې کومه واقعه شوې ده، له هغې نه د سولې پروسې ته ډېر زيان رسېدلی دی او دا د افسوس وړ واقعه ده. که داسي واقعات کيږي نو بيا به ډېر زيات مشکلات را پېښ شي. موږ کوشش کوو چې د ډزبندۍ طرف ته لاړ شو. چې ډزبندي وشي او بيا پر هغه باندې د تحريک طالبان پاکستان او د حکومتِ پاکستان لخوا عمل هم وشي. دا چې کوم اصلي مسايل دي پر هغه به بيا خبرې کوو چې څه حل يې راوباسو.))

که څه هم په پاکستان کې تر دې وړاندې حکومتونو له وسله والو طالبانو سره پر بېلا بيلو دريځونو د سولې خبرې اترې کړي او له يو بل سره يې د جګړې نه کولو لوظنامې هم کړي دي خو څه وخت وروسته بيا هر څه له مېنځه تللي. بريګيډير سعد د ترهګرۍ په ضد د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت دريځ ته په کتو سره وايي چې په داسې حال کې خبرې اترې نشي بريالۍ کېدای چې حکومت په ويره کې وي.

((خبرې خو هيچيرې نه کاميابيږي، هسي حکومت يې په يو لانجه کې اچولی دی. زه نه د خبرو مخکې پُراميده وم او نه اوس يم او نه هم د آينده لپاره. د دوی [طالبانو] سره مخکې هم څو څو ځلې خبرې شوي دي او لوظنامې ورسره شوي، د هغوی کومه پاسداري شوې ده چې دوی به يې اوس وکړي. هغه مخکيني حکومت خو به بيا هم په خوله باندې څه نا څه مقابله کوله. دا حکومت خو د هغې جوګه هم نه دی. د دوی خو له خلې هم خبره نه راوزي، که هغه دلته په پېښور کې دی که په اسلام آباد کې دی. چې دا ډول دهشت زده حکومت وي نو هغه به په جنګ کې څه کاميابي حاصل کړي.))

د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د هيواد واکمن ګوند مسلم ليګ نواز ډلې په حکومت کې له راتلو سره سم دا دريځ خپل کړی چې له هيواده به د ترهګرۍ د له مېنځه وړلو لپاره له وسله والو ډلو سره خبرې اترې کوي تر څو په هيواد کې سوله او کراري راشي.
XS
SM
MD
LG