د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشرۍ کاندیدان: د امنيت راوستل او د اداري فساد ختمول غواړو


د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو مناظره
د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو مناظره

پراک: د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د ولاړو کانديدانو تر منځ نن (شنبه) په کابل کې مناظره وشوه چې د مشال راډيو آزادۍ څانګې او د افغانستان ملي راډیو او ټيلي ويژن پر مخ يووړل.

د نننۍ مناظرې ګډونوال عبدالرحيم وردګ، محمد شفيق ګل آغا شيرزی، محمد داود سلطانزوی او قطب الدين هلال دي چې په مناظره کې یې د خپل راتلونکې پلان په اړه څرګندونې وکړې.

د نن مناظرې ته عبدالله عبدالله او عبدالرب رسول سياف هم وربلل شوي وو خو دواړو له ورتګ نه ډډه وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند عبدالرحیم وردګ
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند عبدالرحیم وردګ
​دا مناظره په ويډيويي بڼه په ژوندۍ توګه د مشال راډيو د ويبپاڼې سربېره پر آزادۍ راډیو، د انګريزې ژبې پر ګندهارا وېبپاڼې او د افغانستان پر ملي راډيو او ټېلي وژن پر ژوندۍ بڼه خپره شوه چې کوربه يې د آزادۍ او مشال راډيو عمومي مشر اکبر ايازي و.

د نننۍ مناظرې پېل د افغانستان په ملي سرود وشو او وروسته له هر کانديد څخه ارګ ته د رسېدو سره سم د خپل لومړي اقدام په اړه پوښتنه وشوه. زياتره نوماندانو د اداري فساد له مېنځه وړل، اقتصاد پر پښو درول او امنيت تامينول خپل لومړيتوبونه وبلل.

د مناظرې پر مهال عبدالرحيم وردګ وويل چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس اوسنی دولت يو مردم سالار دولت دی او بايد چې وي خو د ده په وينا په دې کې جنګسالارانو ته هم ځای ورکړل شوی دی. نوموړي وويل چې خصوصي سيکټور به پرمخ بيايي او د بهرنيو شرکتونو د راجلبولو لپاره به اقدامات کوي. نوموړي وويل چې د ښه اقتصاد لپاره پيسو ته اړتيا شته.

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند داود سلطانزوی
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند داود سلطانزوی
​د ولسمشرۍ لپاره يو بل نوماند ګل آغا شېرزي وويل، په اوسني حکومت کې يو شمېر جنګسالارو ډلو وجود درلودی او پر دوی قانون په صححيح توګه تطبيق نشو. نوموړی وويل چې د خلکو په خوښه به له خلکو جوړه شوې مسلکي اداره جوړوي.

شيرزي زياته کړه، د معدني زيرمو را ايستل او د تعليم مواقعې برابرول يې په پلان کې دي تر څو د هيواد وګړي کار پيدا کړي. نوموړی واويل دا هرڅه د امنيت تر تامينولو وروسته راځي.

قطب الدين هلال په دې نظر و چې د بون تر غونډې وروسته حکومت يوې ډلې ته وسپارل شو. نوموړي وويل په چارواکو کې فساد شته او رشوت عام دی. د دوهه په وينا که چيري د قانون حاکميت او د روابطو پر ځای ظرفيت په نظر کې ونيول شي نو ملي وحدت او يو مردم سالار حکومت رامنځ ته کېدای شي.

هلال زياته کړه، داخلي منابعې به په کار راولي او پخوانۍ فابريکې به فعاله کوي. بلخوا به د اوبو ستر بندونه جوړوي چې دا ډول ښه حکومتداري او پرمختګ راوستلای شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند محمد شفیق ګل اغا شېرزی
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند محمد شفیق ګل اغا شېرزی
​ولسمشرۍ ته نوماند داود سلطان زوی وويل چې د افغانستان ولس ورته مهم دی او پر ښې رهبرۍ به ټينګار کوي. د ده په وينا اوسنۍ لاس ته راوړنې بايد په صححيح توګه رهبري شي او پرمخ يووړل شي. نوموړي زياته کړه چې د کار او روزګار موقعې به برابري کړي چې ځوانان وکولای شي پر خپلو پښو ودريږي. سلطان زوی وويل چې د بې وزلۍ د له مېنځه وړلو لپاره د اداري فساد له مېنځه وړل اړين دي.

د نن په مناظره کې حاضر ټولو نوماندانو د ښځو د حقونو دفاع وکړه او وې وويل چې پر ښځو به تېري کونکو ته سزا ورکوي.

دوی د امنيت تامينول زښت زيات مهم وباله او وې وويل چې د امنيت په فضا کې بيارغونه او پرمختګ کېدای شي. دوی د امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا او د دوی پر روزنه هم ټينګار وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند قطب الدین هلال
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند قطب الدین هلال
​د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ۱۱ کانديدان ولاړ دي. په دې کانديدانو کې د افغانستان د ماليې پخوانی وزير اشرف غني احمد زی، د بهرنيو چارو پخوانی وزير عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول، د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور عبدالقيوم کرزی، پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، پخوانی والي او د عامه ګټو پخوانی وزير محمد شفيق ګل آغا شيرزی، د دفاع پخوانی وزير عبدالرحيم وردګ، پخوانی جهادي او د حزب اسلامي يو مشر قطب الدين هلال، د ولسمشر کرزي پخوانی سلا کار هدايت امين ارسلا، د افغانستان د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړی محمد نادر نعيم او د ولسي جرګې پخوانی غړی او خبريال محمد داود سلطانزوی شامل دي.

سبا (يکشنبه) به يو ځل بيا د کابل پر وخت د مازیګر له ۴ نه تر ۶ بجو پورې مناظره کيږي او ګډونوال به يې اشرف غني احمد زی، زلمی رسول، عبدالقيوم کرزی، هدايت امين ارسلا او محمد نادر نعيم وي. تاسو کولای شئ سبانۍ مناظره هم په ويډيويي بڼه په ژوندۍ توګه د مشال راډيو پر ويبپاڼه وګورئ.
XS
SM
MD
LG