د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: په تازه تشدد کې څلور کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي


کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن د شنبې په ورځ د تشدد په بېلابېلو پیښو کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.


پولیس چارواکي وایي نن سهار د دې ښار د اورنګي ټاون په مومن اباد سېمه کې د پولیسو د تاڼې مخې ته دوه پرلپسې بمي چاودنې شوي چې له امله یې د یو پولیس عسکر په ګډون پنځه کسان ټپي شوي دي.

بل پلو د ژغورنې ادارې وایي چې دوی ته نن د ښار له بېلا بېلو برخو د څلورو کسانو مړي په لاس ورغلي دي .

د تشد دا پیښې د ښار په کورنګۍ ، ناردرن بايي پاس او په سپرهای وې سېمو کې مخې ته راغلي دي .

په کراچۍ ښار کې په دې ورستیو کې د تشدد پیښې زیاتې شوي چې په ترڅ کې یې د عامو خلکو په ګډون امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG