د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د عراق په فلوجه کې د ملکیانو برخلیک ته اندېښمن دی


ملګرو ملتونو د عراق په فلوجې ښار کې د ملکي وګړو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې ده.


هلته د حکومتي ځواکونو او د عراق او شام اسلامي دولت وسله والو تر منځ نښته روانه ده. تېره ورځ، په بغداد کې د ملګرو ملتونو استازي نېکولای ملادېنوف په یوه بیان کې ((په فلوجې کې په چټکتیا د خرابېدونکو حالاتو)) په اړه خبرداری ورکړ. هغه ټینګار وکړ چې ښار ته دې په ښه ډول بشري مرستې ورسول شي.

د ازادې اروپا راډیو عراقۍ څانګه وايي، د فلوجې په مختلفو برخو کې ناتاره ډزې او په کوڅو کې د امنیتي سرتېرو او وسله والو تر منځ نښتې روانې دي. رپورټونه وايي، په دې پېښو کې تېره ورځ وختي لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG