د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د جنوبي کوریا پلازمنې ته ولاړ


جنوبي کوریا: په سول کې ولسمشره پارک ګیون - هي د امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري ته هرکلی وايي.
۱۳م فبروري ۲۰۱۴م کال
جنوبي کوریا: په سول کې ولسمشره پارک ګیون - هي د امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري ته هرکلی وايي. ۱۳م فبروري ۲۰۱۴م کال
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جنوبي کوریا مرکز سول ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزیر په توګه دا ده نوموړي اسیا ته پینځم سفر دی. دی به د خپل سفر پر مهال چین او انډونېزیا ته هم ځي چې د ځمکې لانجو له کبله د پیدا شوي کړکېچ هوارولو هڅه وکړي.

کیري جنوبي کوریا ته تر هغې یوه ورځ وروسته تللی دی چې د جنوبي او شمالي کوریا لوړ پوړو چارواکو له یو بل سره ولیدل. دا په کلونو کې د دواو هیوادونو چارواکو تر منځ تر ټولو لوړ پوړې غونډه وه.

پیانګ یانګ بیا هم د امریکا او جنوبي کوریا ګډو پوځي تمرینونو په اړه خبرداری ورکړی دی. هلته د چین او د دې هیواد ګاونډیو تر منځ د ختیځ او جنوب چین پر سمندرګیو د دعوو له کبله کړکېچ زیات شوی دی.

په دې ترځ کې چین ډېر کلک دریځ خپل کړی دی. ټاکل شوې چې کیري به پر چین ټینګار کوي چې پر شمالي کوریا فشار زیات کړي چې دا ثابته شي چې پیانګ یانګ د خپلو اټومي هلو ځلو په اړه د شپږو هیوادونو خبرو بیا پیلولو ته جدي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG