د لاسرسي ځای

تازه خبر

انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې مشرانو غونډه



د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل به په ولسمشریزه ماڼۍ کې د غونډې کوربه وي. افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف غونډې ته ورغلي دي. دا تر ۲۰۰۷ز کال راهیسې د درېواړو هیوادونو مشرانو اتمه غونډه ده. په نننۍ (زیارت ورځ) غونډه کې به پر امنیت، اقتصادي همکارۍ او تعلیمي پروګرامونو په اړه خبرې کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، که پاکستان د سولې په بهیر کې ریښتینې همکاري ونکړي، نو نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان او سیمه کې به هم نا امني زیاته شي.

نوموړي دا خبره نن د پنجشنبې ورځ په انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې هیواد مشرانو په غونډه کې وکړه.

د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي له انقرې مشال راډیو ته وویل، د درې واړو هیوادونو مشرانو د سولې په بهیر، امنیتي تړون او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

فیضي وايي، کرزي پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې د امریکا او پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې امنیت نشي ټینګېدای. ده زیاته کړه چې د ورځې په پای کې به اعلامیه خپرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG