د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې ګټورې دي. نواز شریف


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په هیواد کې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره تر اوسه له طالبانو سره په خبرو کې پر شوي پرمختګ تسلي ښودلې ده.


د پاکستان دولتي راډیو وايي، وزیر اعظم تېره ورځ ناوخته د ترکیې پلازمېنې انقرې ته په رسېدو له خبریالانو سره خبرې وکړې. ده وویل، د حکومت دې ګام ته د پوځ پوره ملاتړ تر لاسه دی. نواز شریف وویل، له خبرو د ښو نتیجو هیله لري.

بلخوا نن د زیارت پر ورځ د پاکستان حکومت د طالب استازو کمېټۍ ته یو لیک استولی دی.

د حکومتي کمېټۍ غړي رحیم الله یوسفزي مشال راډيو ته وویل، په دې لیک کې حکومت د طالبانو له خوا له جوړې کمېټۍ د دوو موضوعاتو په اړه سپیناوی غوښتی دی: کټ

په لیک کې حکومت په دې اړه هم سپیناوی غوښتی دی چې طالبان ولې له رسنیو سره مرکې کوي. رحیم الله یوسفزي وویل، دواړه کمېټۍ سلا شوې وې چې د خبرو بهیر پر وخت به د اختلافاتو په اړه له رسنیو سره خبرې نه کېږي. ده زیاته کړه چې له اختلافي خبرو سره نا امېدي پیدا کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG