د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د غني خان سلمه کالیزه لمانځل کېږي


د غني حان انځورونه
د غني حان انځورونه

د خېبر پښتونخوا په سېلاني سمه سوات کې د سواستو فن او کلتور ټولنې له نورو ټولنو سره په ګډه ۲۰۱۴م کال د فلسفي شاعر غني خان په نامه دستوره ولمانځله.

د خېبر پښتونخوا په سېلاني سمه سوات کې د سواستو فن او کلتور ټولنې له نورو ټولنو سره په ګډه ۲۰۱۴م کال د فلسفي شاعر غني خان په نامه دستوره ولمانځله.


د سواستو فن او کلتور ټولنې مشر عثمان ولسيار وايي، چي د روانې مياشتي پر څوارلسمه نيټه به په سيدوشريف کې د غني خان په اړه جوړکړل شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل شي چې تر یوې میاشتې به دوام ولري.

په دغه نندارتون کې به د پاکستان، افغانستان او نور سيمو انځورګر د غني خان په اړه خپل جوړ کړل شوي انځورونه وړاندې کړل شي او بل د غني خان د خپل ذاتي استعمال لوښي او ګڼ نور شیان به هم اېښودل کېږي.

له دې پرته د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه به د غني خان په باب یو سیمسنار هم په پرېس کلب کې جوړېږي چې پکې به د بېلا بېلو سیمو لیکوالان د غني خان پر فن، شاعري، سياسي مبارزه او د هغه پر ژوند مقالې وړاندې کوي او د غونډې په پای کې به یوه مشارعره هم کېږي.
عثمان اولسيار زياته وي چې غني خان پښتونو ته د علم يوه لويه پانګه پرېښنودې ده او د همدې لپاره دوی تکل لري چې د هغه لیکنې، شاعري، انځورګري نه یوازې پښتنو بلکې نور نړۍ ته هم وښيي.

د ده په خبره کری کال به د غني خان په باب بیا بیا غونډې او دستورې جوړوي.







XS
SM
MD
LG