د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د هرات هواي ډګر په نړېوال معیار جوړوي


د افغانستان دولت غواړي چې نژدې نهه دیرش میلیونه ډالر د هرات پر نړیوال هوایي ډګر ولګوي.

په دې برخه کې په هرات کې د سې شنبې پر ورځ د افغانستان مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزارت له سکرتر جنرال مایکل والنسیس سره د اوږد مهاله پور یو تړون لاسلیک کړ.

مایکل والنسیس خبریالانو ته وویل چې؛ دا پروژه یوازې هرات ته نه ټول افغانستان ته اهمیت لري:

"دا یو اوږدمهاله پور دی. شرایط یې ډير ښه دي. د افغانستان دولت د هرات د هوایي ډګر له پراختیا سره دلچسپي لري او دا یوازې د هرات په ګټه نه دی، دا د ټول افغانستان په ګټه دی. موږ ډیر خوشاله یوو چې؛ د افغانستان له خلکو سره مرسته کوو او هوایي ډګر د ټول هېواد د پرمختګ لپاره مهمه وسیله ده."

د هرات د هوایي ډګر د نوې پروژې عملي کار به تر څلورو میاشتو پورې پیل شي. د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به له دې هوایي ډګره نړیوالې الوتنې زیاتې شي.

د هرات له هوایي ډګر څخه نژدې درې میاشتې مخکې نوي ډیلي ته الوتنې پیل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG