د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: نوي هنري فلمونه نندارې ته وړاندې شول


خاني لاړه او د پېزوان په ژبه هغه دوه هنري فلمونه دي، چې په خوست کې د غرغښت په نوم د یو خصوصي ټلویزیون له خوا جوړ او نن دوشنبه يې د خوست د ګڼو فرهنګیانو، تیاتر او سینمايي لوبغاړو، د موسیقۍ د هنرمندانو او د هنر او ادب د مینه والو په یوه محفل کې نندارې ته وړاندې شول.

خاني لاړه او د پېزوان په ژبه هغه دوه هنري فلمونه دي، چې په خوست کې د غرغښت په نوم د یو خصوصي ټلویزیون له خوا جوړ او نن دوشنبه يې د خوست د ګڼو فرهنګیانو، تیاتر او سینمايي لوبغاړو، د موسیقۍ د هنرمندانو او د هنر او ادب د مینه والو په یوه محفل کې نندارې ته وړاندې شول.


په دې دواړو هنري فلمونو کې په ټولنه کې شته ټولنیزې او کلتوري ناخوالې په ځانګړي ډول نشې، په دښمنیو کې د نجونو ورکول، د کوکنارو کر او پایلې يې، د لوړ ولور څخه پېښیدونکې ناخوالې او بدمرغۍ او د پښتنو په سیمو کې نورې شته ستونزې په ریالیسټیکه بڼه او هنري طرز اجراء شوي او نندارې ته کېښودل کیږي.

په خوست کې د غرغښت د خصوصي ټلویزیون مشر او د پیزوان په ژبه د هنري فم د داستان لیکوال سخي سرور میاخېل مشال راډیو سره په خبرو کې د دواړه فلمونو د تولید په اړه داسې وايي:

((نن د دوو هنري فلمونو په اړه غونډه وه، چې دا د غرغښت ټلویزیون خپل تولید وو، البته د یو فلم د سناریو لیکوال د پیزوان په ژبه زه په خپله وم او د بل فلم لیکوال طالب منګل چې خاني ولاړه تر عنوان لاندې يې فلمي داستان لیکلی وو، نو د دې فلمونو ډیری شاټونه همدلته خوست کې اخیستل شوي دي، خو متاسفانه ځني صحنه سازیو یا شاټونو د اخیستلو له پاره مجبور او ملکف وو، چې هغه مو د پولي په اخوا کې اخیستي وای مثلاً د زنانه وو په رول کې موږ دلته څوک نشوای پیدا کولای نو هغه شاټونه مو په پېښور کې واخیستل.))

د خاني ولاړه د هنري فلم لیکوال طالب منګل د واړو هنري فلمونو داستاني محتوا ته کتنه کوي او وايي، چې په دې دواړو فلمونو کې د ټولنې رښتیانۍ ټولنیزې ستونزې او ناخوالې منعکسې شوي دي:


((خاني ولاړه په دې کې هغه ستونزې چې اوس په پښتني ټولنه کې موجودې دي، د هغې په اړه لیکل شوي دي، په دې فلم کې د کوکنارو ستونزه، د ولور ستونزه، د هغې تر څنګ په بدو کې د نجونو د ورکولو ستونزه ده، هغه ځوانان چې په نشه روږدي دي، د هغو په اړه په کې انعکاس شوی دی، تر څو هغوی ته د ژوندانه ښه لاره ولټول شي.د دې تر څنګ د پیزوان ژبه چې دا په خپله محترم میاخېل صیب لیکلی دی، په دې کې هم په بدو کې د ښځو ورکول دي، چې متاسفانه داسې څه تر اوسه هم دود دي، همدرانګه جرګې او مرکې چې د پښتنو دود او کلتور دی په دې فلم کې راټول شوي دي.))

په دې ناسته کې یو تن قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي په ټولیز ډول د افغاني ټولنې په کلیو او بانډو کې سینما یو نوی هنر او کلتور بولي او وايي، چې پخوا به کلیو کې ډول وو، سرینده به وه، اتڼونه به وو، د محلي شاعرانو تر منځ به د لغاتو مقابلې وې، چې کلیوال به ورته د شپې تر ناوخته ناست ول، خو اوس دا د خوشالۍ ځای دی، چې پښتانه معیاري شاعران لري، لیکوال لري او حتا هنري فلمونه جوړوي، چې دا په خپله د یو بل ګټور هنر او کلتور دودول ګڼل کیږي، نو د فلمونو لیکوال باید په فلمي داستانونو کې د پښتنو کلتوري ځانګړنې او حقیقتونه هیر نه کړي تر څو دا هنر زیات مینه وال پیدا کړي.

بلخوا لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار په خپلو خبرو کې سینما د هنر یو مهمه برخه ګڼي او زیاتوي، چې په فلمونو کې د ټولنو د کلتورنو انعکاس کیږي او په دې توګه نړیوال مثبت او ګټور کلتورونه د دوام چانس پیدا کوي او ناوړه کلتورنه په خپله پاتې کیږي، د هغه په وینا تر څو چې دنیاوال مثبت کلتورنه وانخلي ستونزې به دوام پیدا کړي:

((فلم د اوو هنرونو په منځ کې یو لوی هنر دی او اغېزمنتوب يې په دې کې دی، چې فلم په غږ او تصویر دواړو کې خپل پیغام لیږدوي، بل د نړۍ فرهنګونه سره نږدې کوي او نن سبا په دې ګلوبلایزیشن کې چې موږ او تاسو په کې یو، تر څو چې کلتورنه سره نږدې نه شي او هغه څه چې په کلتورونو کې مثبت دي، هغه وانخیستل شي، څه چې ناوړه دي لکه چې موږ او تاسو يې یو شمېر وینو هغه دفع نه شي تر هغې پورې دا د انساني ټولنې ژوند د ستونزو سره مخامخ دی او مخامخ به وي.))

د یادونې وړ ده د ځوانۍ نشه، جام زهر هغه هنري فلمونه دي، چې په دې وروستیو کې خوستیو فلمي لوبغاړو په اداء کارۍ جوړ شوي او د بازي په نوم د یو بل هنري فلم د شوټینګ د ځینو برخو چارې همدا اوس د ګڼو خوستیو لوبغاړو په ګډون هندوستان کې روانې دي، چې په نږدې وختونو کې به ننداري ته چمتو او وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG