د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته


تېره شپه ناوخته د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

تېره شپه ناوخته د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.


د خوست ولایت مقام څخه مشال راډیو ته په رسیدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په نوموړې ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونه د وسلوالو طالبانو د یو مشهور قوماندان د نیولو له پاره عملیات کول.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې زیانمنې کورنۍ ته څه موده مخکې کور ته په عسکري یونفورم کې وسلوال غله ورغلي ول، نو دا ځل يې هم ګمان دا وو، چې ممکن بیا ورته وسلوال غله راغلي وي، چې په افغان ځواکونو يې ډزې وکړې او د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د ولایت مقام په خبر پاڼه کې راغلي، چې دا مسله د سوء تفاهم له کبله رامنځته شوه او د افغان ځواکونو له خوا د پیښې ټپیان په بیړه روغتون ته لیږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وسلوالو د قوماندان نوم نه دی ښودل شوی، خو ویل شوي چې افغان ځواکونو مطلوب قوماندان نیولی دی، کشفي او امنیتي ارګانونو ویلي، چې نوموړي قوماندان د خوست په ډېریو ناامنیو کې لاس درلود.
XS
SM
MD
LG