د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان به د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ته نژدې شي'


د یورپي ټولنې او افغان حکومت تر منځ یو داسې تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې افغانستان په نړیوال تجارتي تنظیم کې شاملیدو ته نزدې کیږي.


د یورپي ټولنې لخوا په یوه خپره شوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې دوی له افغان حکومت سره د هغو دوه اړخیزو خبرو اترو د نتیجو په اړه دا تړون لاسلیک کړی چې په نړیوال تجارتي سازمان کې د افغانستان پر غړیتوب راټولې وې.

ویل کیږي، که چیرې افغانستان په نړیوال تجارتي سازمان کې غړیتوب تر لاسه کړي دا به د دې هیواد پر اقتصادي ثبات ښه اثرات ولري.

د دې تړون له مخې به د افغانستان په برآمداتو شرایط نرم شي، او د چارواکو په وینا د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان تر غړیتوب وروسته به دا هیواد ښه تجارتي امتیازونه ولري.

اروپايي ټولنه په داسې حال کې د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې دا تړون لاسلیکوي چې دا ټولنه د افغانستان د مهمو تجارتي همکارانو څخه ګڼل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG