د شبقدر سرکاري روغتون کې له اوو کلونو کرایه دار اوسېږي
د شبقدر نصرتزو کې په یوه سرکاري روغتون کې له تېرو اوو کلونو راهیسې کرایه دار دېره دي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزی د چارواکو له خولې وايي، روغتون د متحده مجلس عمل په حکومت کې جوړ شوی وو خو لا هم ولسي خېر ښېګړې ته نه دی سپارل شوی. د روغتون کرایه دار، او د صوبايي اسبملۍ له غړي سره خبرې شوې