د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام له محاصره ښار هومس څخه شپږ سوه کسان اېستل شوي


په شام کې د یکشنبې په ورځ له محاصره شوي ښار هومس څخه شاوخوا شپږ سوه کسان اېستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو او د شام د سرې میاشتې په مرسته په را اېستل شوو دې کسانو کې زیاتره مېرمنې او ماشومان دي.

دا د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د رامنځ ته شوي هغه اوربند په ترڅ کې دویم ځل را اېستل کېده دي کوم چې د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

تر یوه کال زیاته موده وشوه چې د ولسمشر بشارالاسد پلوي ځواکونو د هومس ښار هغو برخو ته تلونکې لارې بندې کړي کومې چې د یاغیانو تر ولکه لاندې دي.

ټاکل شوې ده چې د شام د حکومت او د یاغیانو ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب کېدونکې د امن خبرې اترې نن په جنېوا کې بیا پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG