د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د بشري مرستو کاروان له برید سره مخامخ شوی دی


د بشري مرستو يو قافله چې د شام محاصره شوي ښار حُمص ته روان وه، هغه مهال اودریده چې له حملې سره مخامخ شوه. په پېښه کې لږ تر لږه يو کس ټپي شوى او ځينې نور زیان هم شوي دي.

د شام د سرې مياشتې اداره یا Red Crescent وايي، دغه قافلې پرون په حُمص کې راګير پاتې شويو خلکو ته مرستي ورکولو لپاره روانه وه چې ورباندې حمله وشوه او د ټرک يو ډرایور پکې ټپي شو.

دغه بمبارۍ د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب هغه لنډمهاله اوربند مات کړ، چې تېره مياشت پري په جنيوا کې موافقه شوې وه.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې تر دې يوه ورځ مخکې له حُمص څخه دري اتیا ٨٣ ښځې، ماشومان او د زیات عمر کسان وايستل شول.

دا لا څرګنده نه ده، چې د مرستو پر قافلې دغه ډزې چا کړې دي، خو د شام حکومت دا د مخالفانو او مخالفین يې د حکومت کار بولي.

په عين حال کې د شام لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي ، هیلي کاپټرو په شمالي ښار حلب کې بمونه کارولي، چې لږ تر لږه ٢٠ کسان يې وژلي دي. او بیا په درعا سیمه کې هم د ورته بريدونو راپور ورکړل شوى دى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG