د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا لوی څارنوال په ډزو وژل شوی دی


په لیبیا کې د معمرقذافي د رژیم له پرزېدو وروسته د دغه هیواد لومړنی لوی څارنوال يا اټارني جنرل د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د لیبیا د عدلیې وزارت وویل، عبدالعزیز الحسدي پرون هغه مهال ووژل شو چې د خپلوانو د لیدو لپاره خپل اصلي ښار (دیرنا) ته تللی و.

الحسدي د تېر میلادي کال په مارچ میاشت کې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG