د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې شاوخوا د ۱۲ میلیونه کسان د رایو جوګه دي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميشن وايي شا و خوا ١٢ ملينه کسان د رايې ورکولو پر شرايطو برابر دي.

د دې کميشن وياند نور محمد نور پرون مشال ریډیو ته وويل چې غو کسانو ته به لازمې اسانتياوې برابرې کړي چې د اپريل په مياشت کې د خپلې خوښې کانديد يا اميدوار ته رايه واچوي.

دا وخت افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د انتخاباتو لپاره کمپاينونه روان دي خو د کورنيو چارو وزارت وايي د انتخاباتو په ورځ به د رايې ورکولو څه باندې ٤٠٠ څلور سوه مرکزونه د ناامنيو له کبله تړلي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG