د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو مزاکراتي کمېټۍ شمالي وزیرستان ته تللې ده


د طالبانو له خوا د پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو لپاره د ټاکل شوي کميټې غړي د حکومتي کميټۍ سره تر خبرو وروسته شمالي وزيرستان ته ورغلي.

د شمالي وزېرستان یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته نن وويل چې پرون ماښام يې پروفیسر ابراهیم او مولانا یوسف شاه له بنو څخه ميران شاه ته په هيلي کاپټر کې رسولی.

دوی به د تحريک طالبان پاکستان مرکزي شورا ته د مذاکراتو لپاره د پاکستاني حکومتي کميټۍ خبرې شريکوي او بيا به د هغوی نظر حکومت ته رسوي.

دوه ورځې وړاندې د د پاکستاني طالبانو له خوا مذاکراتو لپاره ټاکل شوي کميټې يو استازي مولانا عبدالعزيز په يو خبرې کنفرنس کې ويلي وو چې طالبان د پاکستان آيين نه مني او خبرې د شرعي قانون له مخې کول غواړي خو حکومت بيا ويلي چې هر جوړ جاړی به د ملک د آيين سره سم کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG