د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرمې ایجنسۍ د مناتو سیمې خلک د صحت اسانتیاوې نه لري


د کورمۍ ایجنسۍ د صدې سیمې یو عکس
د کورمۍ ایجنسۍ د صدې سیمې یو عکس
کرمه ایجنسۍ: په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې د مناتو سیمې خلک وايي چې دوی د صحت په څانګه کې اسانتیاوې نه لري. د ځايي خلکو په خبره ، په سیمه کې د صحت بنیادي مرکز په نامه چې کوم یوازېنی سرکاری روغتون و هغه هم د ترهګرۍ ښکار شوی دی.

د دې سیمې اوسېدونکي غزنی ګل مشال راډیو ته وویل چې دوی د سرکاری روغتون پر ځای خپل علاج په غیرسرکاري ډاکټرانو کوي او د هغه لپاره هم لرې پرتو سیمو ته پر تګ مجبور دي.

غزني ګل وویل ً د صحت بنیادي مرکز د پوځي عملیاتو پر وخت د نامالومو کسانو لخوا ورته اور اچول شوی و چې اوس په مکمله توګه سوځېدلی پروت دی او ړنګ پروت دی. مېرمنې او ماشومان چې کله ناروغ شي نو بیا موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو ځکه چې هغوی به د علاج لپاره لرې لرې پرتو سیمو ته وړوً.

په منځنۍ کورمه ایجنسۍ کې د ۲۰۱۱م کال له جون میاشتې راهیسې د وسله وال طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

په سیمه کې د وسله وال طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د نښتو له امله په ظهمشت ، پاړه چمکني ، مسوزو او علی شیرزو سیمو کې د خلکو له کورونه سره یو شمیر د صحت او تعلیم ادارو ته هم زیان رسېدلی دی.

له صدې تحصیله شاوخوا ۳۰ کلومیټره لرې مناتو سیمه د منځنۍ کورمې ایجنسۍ د ظهمشت سیمې په حدودو کې راځي. په دې علاقه کې د مناتوال قبیلې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ژوند کوي.

په مناتو سیمه کې د امن له راتلو وروسته ځايي خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
خو د غزرت الله په نامه یو کس مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې له شاوخوا یو نیم کال تېرېدو وروسته هم ړنګ شوی هسپتال نه دی بیرته جوړ شوی.

هغه وویل ً زموږ هسپتال ړنګ دی نو د دې له کبله موږ په ډیرو مشکلاتو کې یو. دلته په سیمه کې نه ډاکټر شته او نه دوايانې. موږ د صحت محکمې له چارواکو غوښتنه کوو چې زموږ لپاره دي په سیمه کې خپل هسپتال بیرته جوړ کړيً.

مشال راډیو په دې اړه د صحت محکمې له مشر چارواکي ً ایډیشنل ایجنسي سرجنً ډاکټر شیر خان سره خبرې وکړې. هغه وویل چې دی اوس کورمې ایجنسۍ ته ورغلی دی نو ځکه پوره مالومات نه لري.

خو ډاکټر شیر خان وویل چې دی به هڅه کوي چې هر ځای ته د صحت اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه ً ما ته دومره موقعه راکه چې زه د مناتو دوره وکړم او هلته وګرځم چې خلکو ته د صحت په لړ کې څه مشکلات دي. نو چې کله ماته مالوم شي نو بیا به زه پر دې کار کوم او تاسو به بیا وګوری چې خلکو ته د صحت اساتتیاوې برابرې شوېً .

په کرمه ایجنسۍ کې د خلکو د علاج لپاره د ۵۶ کوچنیو او لویو هسپتالونو تر څنګ ۲۲ د صحت بنیادي مرکزونه او یو هسپتال دی.

په دې سیمه کې درې د صحت بنیادي مرکزونه ، یو هسپتال ، درې ډسپنسرۍ او یو د مظفر کوټ ولسي روغتون د بېلا بېلو شخړو په ترڅ کې په مکمله توګه وران شوي دي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG