د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۱۴٪ زیاته شوې


په کابل کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی یان کوبیش
په کابل کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی یان کوبیش

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان وایي چې په تېر میلادي کال کې د ۲۰۱۲ میلادي کال په پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله څوارلس فیصده زیاته وه.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان وایي چې په تېر میلادي کال کې د ۲۰۱۲ میلادي کال په پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله څوارلس فیصده زیاته وه.


په تېرمیلادي کال کې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدل د ملګروملتونود سازمان سخته اندیښنه را پارولي او وایي چې مساله زړه بوګنوونکې ده.

د ملګروملتونود سازمان په یوه تازه راپور کې چې؛ د شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو؛ راغلي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې دوه زره نهه سوه نهه پنځوس تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه زره شپږ سوه او شپږ پنځوس نورټپیان شوي دي.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په دې هېواد کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېردوه زره اوه سوه اته شپېته تنه او د ټپیانو شمېر څلور زره اته سوه یو ویشت تنه وو.

په کابل کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش د دې راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې؛ په تېر میلادي کال کې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله د وسله والو مخالفانو او نورو وسله والو ډلو له خوا اوښتې ده:

"ملکیان ترډېره د حکومت د ټولو موجوده عناصرو د فعالیتونو؛ کارونو او تاکتیکونو په نتیجه کې وژل کیږي؛ زه غواړم تاسو ته در په یاد کړم چې؛ دا یو ظالمانه تصور دی، له طالبانو پرته نورې ډیرې ډلې هم شته چې؛ عملیات کوي او په دې کې موږ د حکومت ټول عناصر هم په ګوته کولای شو."

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د نا چاودېدونکو موادو او ښخ شویو ماینونو د چاودنې، مخامخ نښتو او پوځي عملیاتو پرمهال اوښتي.

د یوناما په راپورکې د ملکي وګړو د څلوراویا فیصدو مسوول د دولت ضد وسله وال مخالفان او وسله والې ډلې، د یوولس فیصدو یې دولت پلوه ځواکونه او د اته فیصدو یې امنیتي ځواکونه بلل شوي.

دغه راز د دې ملکي مرګ ژوبلې د درې فیصدو مسوول بهرني ځواکونه بلل شوي او د څلور فیصدو مرګ ژوبلې پړه پرکوم لوري نه دی اچول شوی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سازمان د بشري حقونو د څانګې مشره جورجیت ګګنون وایي؛ چې تېرمیلادي کال په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره ترټولو بد کال و.

میرمن ګیګنون وایي چې، په تیرمیلادي کال کې د ملکي تلفاتو لوړه فیصدي ښځې او ماشومان جوړوي:

"د تېر کال په پرتله د ښځو مرګ ژوبله شپږدېرش فیصده او د ماشومانو مرګ ژوبله څلور دېرش فیصده زیاته شوې ده؛ ښځې او ماشومان ترډیره د سړک غاړې د ښخ شویو ماینونو په وسیله وژل کیږي."

د یونما د دې تازه خپور شوي راپور پراساس په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې پنځه سوه یوشپیته ماشومان اودوه سوه اوپنځه دیرش ښځې وژل شوي او یوولس سوه پنځه نوي ماشومان او پنځه سوه او یوولس تنه ښځې ټپیانې شوي دي.

وسله والو مخالفانولاتراوسه د ملګروملتونو د سازمان د دې تازه خپورشوي راپورپه اړه څه نه دي ویلي؛ خو تردې پخوا یې دا ډول راپورونه یواړخیزبللي او هغه یې رد کړي وو.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش ټینګار وکړ چې؛ هغه کسان به هرو مرو محاکمه کیږي چې؛ د ده په خبره ملکي خلک یې وژلي او جنګی جنایت یې کړی.

ده په افغانستان د جګړې له ښکیلوخواوو نه وغوښتل چې؛ د جنګ پرمهال ملکي وګړو ته ډیرپام وکړي.
XS
SM
MD
LG