د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټن: په سوچي کې به د کمزورتیاوو پلټنې پخپله کوو


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي دي د روس په ښار سوچي کې د ژمي د اولمپیک لوبو لپاره جوړ شوي ودانیو، سړکونه او نورې اسانتیاوي دومره پراخه او پیاوړی دي چې تر سلو کالو ډیر به ترې خلک ګټه پورته کولې شي.

اتار تاس خبري آژانس په روس کې د سوچي اولمپیک لوبو لپاره د جوړو شوو میدانونو، اسانتیاي او پر هغې د شوي خرڅ په اړه یو راپور خپور کړې دی.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي دي د روس په ښار سوچي کې د ژمي د اولمپیک لوبو لپاره جوړ شوي ودانیو، سړکونه او نورې اسانتیاوي دومره پراخه او پیاوړی دي چې تر سلو کالو ډیر به ترې خلک ګټه پورته کولې شي.

د روسیه ون نومي ټي وي باندې خپره شوې یو ډاکومینټري کې خبرو پر وخت نومړي کړه چې د اولمپیک لوبو لپاره ۱۵ د لوبو میدانونه او نور یو شمیر تعمیرونه جوړ کړل شوي دي او دا هرڅه د ولس لپاره دي.

د روسیې اولسمشر وویل،په دې تعمیرونو خواوشا شپږاعشاریه دوه بلینه ډالره خرڅ راغلې دی. په دې کې دوه اعشاری نهه بلینه ډالره حکومت له خپلو بنګونو خرڅ کړي او دا نورې مالي مرستې د شخصي سرمایه کارو له خوا راغلي دي.

ولسمشر د هغه ریلوې لاین ذکر هم وکړو کوم چې سره د ډیرو ستونزو او مالي پنګو د کموالي پای ته ورسول شو.

د یو خبریال له خوا ــ د اولمپیک لوبو لپاره د تعمیرونو د جوړښت په وخت د مالي پنګو د خوردبورد په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پوټین اوویل ــ هرکله چې هم داسې لویې منصوبې عملي کیږي نو خلک داسې پوښتنې راوچتوي.

ولسمشر وویل ـــ ځينې کمزورۍ هم شته ــ خو هغه يې پخپله درک لګوي او د لیرې کولو هڅه کوي. خو که څوک وايي چې هرڅه خراب دي نو دا سمه خبره نه ده.

نوموړي د ځينې ناقدینو له خوا دا خبره په سختۍ سره رد کړه ــ چې ګني روسي ولس څه سم نه شي جوړولې. پوټین وویل په دې خبره د روسي قوم سپکاوې کیږي ـــ هغه روسي قوم چې د روس په شکل کې يې د نړۍ تر ټولو لوی ریاست جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG