د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی له روسیې څخه بېرته هېواد ته راستون شو


ولسمشر حامد کرزی د روسیې په سوچي ښار کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستلو په مراسمو کې تر ګډون وروسته نن سهار هېواد ته راستون شو.


د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې د المپیک ژمنۍ لوبې پرون د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له خوا رسماً د دې هېواد په ساحلي ښار سوچي کې پرانیستل شوې.

په دې مراسمو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د څه باندې څلوېښتو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG