د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول


د شنبې په ورځ په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا نیول شوي په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي د رسنیو د خبریالانو او استازیو پر وړاندې وسوځول شول.

د شنبې په ورځ په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا نیول شوي په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي د رسنیو د خبریالانو او استازیو پر وړاندې وسوځول شول، د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاقو په تور دوه پنځوس کسان نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې څلوېښتو بیلابیلو پيښو کې يې د نشه يي توکو د خرڅلاو او ټرافیکو په تور دوه پنځوس مظنونین نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت نن ورځ له غرمې مخکې د پولیسو له خوا د نیول شویو نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د سوځونې پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې د نشه يي توکو کر نشته، خو د نورو ولایتونو او سرحد نه یاد توکي خوست ته راوړل کیږي، چې پولیس يې په دوامداره توګه د نیولو په لټه کې دي:

((په خوست ولایت کې د مخدره توکو پر ضد مبارزه ډېره جدي روانه ده، په خوست کې د تریاکو کر، کیله بیخي په صفر کې ده، دغه نشه يي توکي چې د نورو ولایتونو او سرحدي پولو نه د خوست سیمې ته راځي، زموږ ملي پولیس په ډېر قرمانانه توګه په مجموع کې هر ډول نشه يي توکي چې وي لکه تریاک، چرس، پوډر او الکولي مشروبان نیسي او نیولې يې دي.تاسو عملاً وینئ، چې هغه دي په حدود یوسلولس کیلو ګرامه چرس دي، اوه دېرش کیلو تریاک دي، یو څه اندازه هیروین دي او تقریباً یو لس بوتله الکولي مشروبات دي، چې تاسو ولیدل موږ اور ورواچوه او حریق شول.))

خوست امنیه قوماندان زیاتوي، چې په درې څلوېشتو بیلابیلو واقعاتو کې يې د مخدره توکو د خرڅولو او قاچاقو په تور دوه پنځوس کسان نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي:

((په مختلفو ساحو او درې څلوېشتو واقعو کې په حدود دې دوه پنځوس مظنونین دوی نیولي دي، دا کسان د خرڅولو په وخت کې، د اطلاع په وخت کې، د یو ځای نه بل ځای ته د لېږدولو په وخت کې دا نیول شوي دي.))

د خوست ولایت د مخدره توکو پر ضد ادرې مشر میرناګل تڼیوال مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په خوست کې د پولیسو له خوا د نشه يي توکو او مظنونیو نیول کیدل په دې مانا دي، چې په یاد ولایت کې د مخدره توکو پر ضد جدي مبارزه روانه ده:

((تاسو ولیدل، چې نن په خوست کې په لسګونو کیلوګرامه مختلف النوعه نشه يي توکي د پولیسو له خوا نه په بیلابیلو قضیو کې نیول شوي دي، دا د شاهدي ورکوي چې په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ډېره جدي روانه ده، په رښتیا هم نن ورځ زموږ په خوست کې زیات نه زیاته ستونزه د نشه يي توکو د قاچاقو مسله ده، که چیرې دا موږ کنټرول کړای شو، نو استعمال يې بالمقابل کمیږي، خوشبختانه کر یې صفر شوی دی، که موږ وتوانیږو نو د روږدو کسانو ګراف د یوې ورځې نه بلې ورځې ته راټیټیږي، په دې هیله چې یوه داسې ورځ راشي، چې د مخدره توکو کښت، قاچاق، استعمال دا صفر ته ورسیږي نو موږ به ځانونه بریالي حساب کړو.))

د یادونې وړ ده تر اوسه هم د مخدره توکو استعمال په خوست کې د یوې جدي ټولنیزې ستونزې په توګه پاتې شوي او په نشه روږدو کسانو کې کموالۍ نه دی راغلی.
XS
SM
MD
LG