د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله د نولس کلنو نړېوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره نن متحده عربي اماراتو ته ځي.
دغه لوبې د فبروري په پنځلسمه پیلیږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک مشال راډیو ته وویل؛ چې افغانستان به په بې ګروپ کې له بنګله دیش، آسټرالیا او نامیبیا سره لوبه وکړي.
ښاغلي هوتک وویل، چې افغانستان د دې لوبو لپاره پوره چمتوالی لري:
د افغانستان د کرکټ نولس کلنې ډلې تر دې مخکې پاکستان سره په وروستۍ یوې ورځنۍ لوبه کې د دې هېواد ټیم ته ۲۱۴ د منډو په توپیر سره سخته ماتې ورکړه.