د لاسرسي ځای

افغانستان د پاکستاني حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو هرکلی وکړ


د افغانستان سولې عالي شورا په پاکستان کې د حکومت او تحریک طالبان تر منځ شویو خبرو هر کلی کړی دی. د پنجشنبې پر ورځ په لومړي ځل د پاکستان حکومت او تحریک طالبان استازو په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د سولې خبرې به د پاکستان له اساسي قانون یا ایین سره سمې پر مخ ځي.

د افغانستان سولې عالي شورا په پاکستان کې د حکومت او تحریک طالبان تر منځ شویو خبرو هر کلی کړی دی.


بېګا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت د سولې عالي شورا ویاند، مولوي شهزاده شاهد وویل، دی پر افغانو طالبانو هم غږ کوي چې له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي:

د پنجشنبې پرورځ په لومړي ځل د پاکستان حکومت او تحریک طالبان په استازیتوب د جوړو کمېټیو غړو له یو بل سره ولیدل او دا پرېکړه وشوه چې د سولې خبرې به د پاکستان له اساسي قانون یا ایین سره سمې پر مخ ځي.

افغانستان د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو هر کلی وکړ
XS
SM
MD
LG