د لاسرسي ځای

تازه خبر

“امن به په جنګ نه بلکې په خبرو راځي”


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د پاکستاني طالبانو لپاره د جنګ بهانه نه شي کیدلی.


د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد مشال راډیو ته وویل، چې نړېواله ټولنه افغانستان ته د ځینو ستونزو د موجودیت له امله راغلي او په خبره یې دا ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي نه د جنګ له لارې.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې پاکستاني طالبانو ویلي، ترڅو چې په پاکستان کې شرعي نظام نافذ نه شي او له افغانستانه ټول بهرني عسکر ونه وځي، له خپل حکومت سره به سوله ونه کړي.

د سولې عالي شورا وایي، افغاني طالبان هم باید له خپل حکومت سره د خبرو د پيل جرئت وکړي او د پردیو له ولکو څخه ځان را وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG