د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې لکه له تور سوروي سره خبرې کول دي


ډېلي ټيلی ګراف زیاتوي د وسله والو په تحریک کې د درزونو له امله مذاکراتي عمل ګرانیږي ځکه چې په دې پوهېدل ګران وي چې له چا سره څوک خبرې کوي.

ډېلي ټيلي ګراف ورځپاڼه ليکي یوې خوا ته که و کتل شي نو له طالبانو سره د مذاکراتو خبره ښه ښکاري. د اسلامي سختدریځو یاده ډله چې تر سیوري لاندې ېې نورې وسله والې ډلې کار کوي، د زرګونو خلکو د وژلو ذمه واره ده.


ورځپاڼه ليکي داسې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د بریدونو په مخنیولو کې پاتې راغلي دي او عدالتونه هم عدالتي کاروايي پرمخ نشي بوتللی. ورځپاڼه د پاکستان د ریاست لپاره وسله وال تر ټولو لوی ګواښ ګڼي چې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې یې په ځینو علاقو کنټرول دی. ورځپاڼه د سولې د خبرو اترو په اړه پوښتنه راپورته کوي چې آیا د کامیابۍ امکان لري؟ او دا چې روزانه قتل عام درولې شي که څنګه؟

په جواب کې یې ورځپاڼه ليکي داسې نشي کیدی. ځکه چې که پخوانیو وختونو ته و کتل شي نو معلومیږي چې په پاکستان کې له طالبانو سره وخت په وخت د مذاکراتو څه مانا پاتې شوې ده.

په تېرو وختونو کې د وسله والو له کمانډرانو سره مقامي راضي نامې شوي دي چې که چیرې دوی پر حکومتي هدفونو بریدونه و نه کړي نو دوی ته به څه نه ویل کیږي. خو ورځپاڼه ليکي دغه شان راضي نامې یواځې د محدود وخت لپاره پر ځاي پاتې شوي دي.

ډېلي ټيلی ګراف زیاتوي د وسله والو په تحریک کې د درزونو له امله مذاکراتي عمل ګرانیږي ځکه چې په دې پوهېدل ګران وي چې له چا سره څوک خبرې کوي. د ورځپاڼې په خبره هغه تړون چې پکې د پاکستاني ریاست لخوا په مکمل ډول د طالبانو شرطونه منل نه وي شامل، هغې ته به په دې سترګه کتل کیږي چې وسله والو د خپل خونړي کمپاین د تر بیا پېلولو مخکې نور وخت تر لاسه کول غواړي.

ورځپاڼه په دې کې د خطر یادونه کوي او وايي، داسې ښکاري پاکستاني مشران نه پوهیږي چې څه وکړي. یوه مکمله پوځي کاروايي کول اوس هم د هغوی لپاره یوه مسله ده ځکه چې پاکستاني طالبان له حقاني شبکې او هغو نورو وسله والو ډلو سره تړلې ده چې په افغانستان کې د اسلام آباد اثر برقرار ساتلو لپاره استعمال شوي دي.
XS
SM
MD
LG