د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د خبریال اجمل خټک کشر پر کور چاپه وهل شوې


خبریال اجمل خټک کشر
خبریال اجمل خټک کشر

اجمل خټک کشر مو په انتهایي ښو او سینیېر ملګرو کې شامل دی، د هغه په کور هم نن قانون نافذونکو ادارو چاپه وهلې ده،

د کراچۍ د خبریالانو اتحادیې او کراچۍ پریس کلب د پښتون صحافي اجمل خټک کشر پر کور د امنیتي ادارو لخوا په وهل شوې چاپه او د امنیتي ځواکونو لخوا د هغه په ځورولو اندیښنه ښودلې ده. د کراچۍ پریس کلب مشر امتیاز فاران د سېشنبې پر ورځ مشال ریډیو ته ویلي دي د کله راهسې چې په کراچۍ کې عملیات شورو شوي دي د هغې راورسته د کراچۍ د یو شمیر خبریالانو په کورونو په ناقانونه توګه چاپې وهل هم شورو شوي دي.


"اجمل خټک کشر مو په انتهایي ښو او سینیېر ملګرو کې شامل دی، د هغه په کور هم نن قانون نافذونکو ادارو چاپه وهلې ده، رېنجر ځواکونو یو خو هغه د کور تلاشي په داسې حال کې اخیستې ده چې له دوی سره هېڅ زنانه سرتیري نه ول، بل یې هغه ته په زغرده ویلي دي چې ته زموږ په خلاف لیکل کوې، زه دا وایم که چا ته د چا په لیک اعتراض وي نو د هغې نورې قانوني لارې شته، ازاد عدالتونه، زموږ پریس کلب، د خبریالانو اتحادیې د دې نیوکو لپاره غوره فورمونه دي، نه دا چې په خبریالانو د فشار اچولو لپاره له هغوی سره دا ډول په بې انصافۍ ولاړه رویه وشي"

اجمل خټک کشر له تېرو ۲۱ کلونو راهسې په کراچۍ کې له اردو ورځپاڼې جنګ سره د لیکوال په توګه کار کوي، نوموړي مشال راډیو ته وویل د سه شنبې په ورځ د رینجر ځواک سرتیرو د پښتنو په ګڼ میشته سېمه سلطان اباد کې د ده پر کور چاپه وهلې، او د امنیتي ځواکونو لخوا د تشدد له امله د ده لاس هم ژوبل شوی دی.

"دوی له راتلو سره سم زما د کور دروازې ته لتې ورکول شورو کړل او چې کله مې ورته دروازه خلاصه کړه نو د الماریو ټول سامانونه یې راوغورځول، زما یو یو کتاب یې په زمکه وغورځولو، ما ورته خپل تعارف هم وکړو چې زه خبریال یم ، هغوی راته وویل ته هم زموږ په خلاف لیکل کوې. زه دا هرڅه اتفاقي نه بلکې د باقاعده منصوبې برخه ګڼم"

اجمل خټک کشر زیاته کړه د ده د اصرار باوجود رېنجر سرتیري پرته له زنانه سرتېرې د ده کور ته ننوتي او په دې توګه امنیتي ځواکونو په هغه د نفسیاتي فشار او د هغه د ځورولو هڅه کړې.
په دې اړه مې چې کله د رینجر ځواک له ویاند میجر سبطین سره رابطه وکړه نو هغه مشال ریډیو ته وویل دوي په سلطان اباد سېمه کې د معمول مطابق عملیات کړي دي او د دوی هدف هیڅکله اجمل خټک کشر یا بل چا ته زیان اړول نه وو.

یاده دې وي تر دې مخکې هم په کراچۍ کې له ځینو خبریالانوسره د ورته سلوک پېښې مخې ته راغلي دي. خبریالان تور لګوي چې دوی د ځینو ډلو ترڅنګ د امنیتي ادارو لخوا له ډول ډول فشارونو سره مخامخیږي او په دې توګه دوی له ریښتیا ویلو او لیکلو څخه منع کیږي، خو امنیتي ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG