د پاکستان د اورګاډو محکمې چارواکې وایي، چې تېر ماښام د کراچۍ په لانډي سټېشن کې پر يو رېل ګاډي په بمي برید کې یو ماشوم وژل شوی او ۱۲ تنه نور ژوبل دي.
چارواکي زیاتوي چې برید له کراچۍ و لاهور ته پر تلونکي شالیمار اورګادي شوی دی.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې پر اورګاډو حملې شوي دي.
تر دې دمه چا د دې بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستې.