د لاسرسي ځای

د فېسبوک ۱۰ کاله: ایا په افغانستان و پاکستان کې یې بدلون راوستی؟


د نړیوالې ټولنیزې انټرنیټي شبکې فېسبوک د جوړېدو ۱۰ کاله پوره شول. په افغانستان، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې ګڼ افغانان او پښتانه دا شبکه له یو بل سره د رابطو لپاره کاروي.

د نړیوالې ټولنیزې انټرنیټي شبکې فېسبوک د جوړېدو ۱۰ کاله پوره شول. په افغانستان، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې ګڼ افغانان او پښتانه دا شبکه له یو بل سره د رابطو لپاره کاروي.


پر فېسبوک خلک له یو بل سره بحثونه کوي او مختلف موضوعات، خبرونه، ویډیوګانې، شننې او څېړنې له یو بل سره شریکوي. که یوې خوا ته ټولنیزو رسنیو او انټرنیټي شبکو په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د سیاسي بدلونونو په راوستو کې لوی رول لوبولای دی نو ایا په افغانستان او د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې یې هم بدلون راوستی دی او که نه؟

په کابل کې د ټولنیزو او سیاسي چارو پوه خوشال خلیل چې پخپله هم په فېسبوک کې ډېر فعال دی وايي، فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو او شبکو په افغانستان کې دا بدلون راوستی دی چې اوس خلک په بحثونو کې له ډېر زغمه کار اخلي:

((طبعاً [په فېسبوک] کې چې کومې خبرې راځي او کوم بحثونه کېږي له هغو دا ځوانان متاثره دي. په اوله کې چې هر سړی [فېسبوک ته] راځي نو په بل حالت کې وي او چې بیا یو کال، دوه کاله پر فېسبوک یا په دې رسنیو کې تېر کړي نو په ذهن کې یې ډېر فرق راغلی وي. حد اقل دا فرق راغلی دی چې دوی دا فکر کوي چې د دوی له دنیا علاوه نوره دنیا هم شته، نور خلک هم شته، نور [ډول] افکار هم شته دي. نو دا ټول، د زغم او د یو بل د منلو روحیه رامنځ ته کوي. نو دغه بدلون دی چې خلکو به سر په ماتاوه هغو مسایلو باندې، په هجرو، دېرو کې، اوس هغوی، هغه حد کې نه دي. اوس حساسیتونه کم شوي دي. دا ټول د فېسبوک او ټولنیزو رسنیو برکت دی.))

په پېښور کې د سیاسي و ټولنیزو چارو پوه ډاکتر خادم حسین وايي، په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته ښارونو کې که څه هم ټولنیزو رسنیو د مخامخ رابطو پر ځای د ټیکنالوژیکي رابطو لار برابره کړې ده او خلک په اسانۍ خپله خبره کولای شي او په لنډه یا اسانه نتیجو ته رسېږي، خو په فکر کې یا د مفکورو په جوړښتونو کې یې بدلون نه دی راوستی:

((په فکر کې د بدلون لپاره دا ډېره مهمه وي چې له یوه سړي سره یو هنر موجود وي چې موږ ورته د تجزیې یا تحلیل هنر وایو. د تجزیې یا تحلیل هنر له زیات تربیته حاصلېږي او له زیات زغم او محنته حاصلېږي. خو تر هغې وروسته مفکوراتي ساخت یا د مفکورې چې په ذهن یا سوچ کې کوم ساختونه وي، هغه پراخېږي، هغه نوي رنګونه او شکلونه اخلي؛ په هغې کې سماج (یا ټولنه) شاملېږي، کلتور (یا فرهنګ) شاملېږي، سیاست او اقتصاد شاملېږي. خو د دغه قسم صبر ازما محنت یا په مفکوراتي ساخت په حواله، په فکر کې زیات تغیر ماته نه ښکاري.))

ډاکتر خادم حسین وايي، که د پاکستان په ښارونو کې بدلون راغلی هم دی نو د سازشي نظریاتو یا (conspiracy theories) د لا زیاتو پراخېدو په بڼه ښکاري:

((چې څه ته موږ سازشي تصورات وایو د هغه پر بنیاد زیات [بدلون] راغلی دی ځکه چې له هغې سره هم هغه خبره تړلې ده چې ما مخکې ذکر وکړ چې په لنډه نتیجو ته رسېدل یا په اسانه نتیجو ته رسېدل، یا په اسانه یو شي پېژندل؛ نو سازشي تصورات چې وي هغه ډېر په اسانه، اسانه کوشش کوي چې څیزونه وپېژني یا پر څېزونو پوه شي. د دې له وجې چې موږ د فېسبوک یا ټوېټر ځوانانو مکالمې [یا خبرو اترو] ته ګورو، نو زما په نظر، دا رجحان زیات ښکاري.))

په کابل کې د ټولنیزو او سیاسي چارو پوه خوشال خلیل وايي، لږ تر لږه په مجازي نړۍ کې یا پر انټرنیټي شبکو خلکو ته دا زمینه برابره شوې ده چې خپل نظر په ازادۍ څرګند کړي.

دی وايي، همدا د بیان ازادي د ډیموکراټو ټولنو له عناصرو یو هغه دی:

((موږ او تاسې اوس په افغانستان کې یو ولسواک نظام لرو. ولسواک نظام ځانته عناصر لري، یو له هغو عناصرو د بیان ازادي ده، د فکر ازادي ده. دا د فکر او بیان ازادي چې په بل ځای کې د امنیت له وجې یا له نورو عواملو له کبله میسره نه ده نو حد اقل په مجازي نړۍ کې دغه فرصت خلکو ته برابر شوی دی چې دوی لاړ شي هلته خپل فکر، خپله وینا، خپله خبره، له نورو سره شریکه کړي؛ او په زغرده هغه تاریخي عقدې چې د دوی په زړه کې پاتې دي، ځینې ډېرې کرکې یا عقدې په زړه کې پاتې دي د جنګ پر وړاندې، دغه هلته [په ټولنیزو رسنیو کې] څرګندې کړي.))

که څه هم په افغانستان او د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې فېسبوک یا نورو ټولنیزو رسنیو په فکري ډول لوی بدلون نه دی راوستی خو شنونکو ته داسې ښکاري چې په راتلونکې کې به دا د فکري بدلونو سرچینې شي.

فېسبوک په ۲۰۰۴ز کال کې د کالج یا د لېسې زده کوونکو لپاره جوړ کړل شوی وو او بیا یې په ۲۰۰۶ز کال کې د نړۍ د خلکو لپاره خپل ور پرانیست.
XS
SM
MD
LG