د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې واورې زرګونه څاروي وژلي


له افغانستانه راپورونه وايي چې د زیاتې واورې وريدو او يخې هوا د دی هيواد په جوزجان ولایت کې د دوو زرو په شا او خوا کې څاروي وژلي دي .


په دې اړه د جوزجان د بیلابیلو ولسوالیو یو شمیر د څارو ساتونکي د اتوار په ورځ په دې ولایت کې د کوچیانو ریاست ته ورغلي و او له هغوی یې د مرستې غوښتنه کوله .

خو د دې ولایت چارواکي وايي چې د د څارو ساتونکو د ستونزو د هواري لپاره هیڅ ډول امکانات نه لري. د یادونې وړ ده چې د واورو وروستي ورښت په بلخ ، فراه او نورو ولایتونو کې هم خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG