د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت نه پس طالبانو هم خپله مذاکراتي ډله اعلان کړه


دپاکستان د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله، عکس د یو ویډیو کلیپ نه راخیستل شوی
دپاکستان د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله، عکس د یو ویډیو کلیپ نه راخیستل شوی

تحريک طالبان پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو لپاره تيره ورځ پينځه کسيزه کميټي اعلان کړه. ددوی وياند شاهد الله شاهد مشال راډيو ته وويل چې د دې ډلې د شورا په استازيتوب به پنځه کسان په دغو خبرو کې برخه اخلي.

په دغو پنځو کسانو کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، د جمعيت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق، د لال مسجد پخوانی خطیب مولانا عبدالعزيز، د جماعت اسلامي ګوند صوبايي مشر پروفیسر ابراهيم او د جمعيت علماى اسلام ګوند مفتي کفايت الله شامل دي.

خو د تحریک انصاف مشر عمران خان په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې طالبان دې د حکومت سره د مذاکراتو لپاره د خپلو منځو نه کسان وټاکي.

هلته په کراچۍ کې پنځلسو مذهبي عالمانو د حکومت او د طالبانو تر مینځه د خبرو د هڅو د ملاتړ اعلان کړی دی.

پاکستاني طالبانو وروسته له هغې د حکومت سره د خبرو لپاره خپله کمیټي اعلان کړه ، چې وزیر اعظم نواز شریف ورته د خبرو وړاندیز وکړ او د مذاکراتو لپاره یې د رحیم الله یوسفزي، رستم شا مومند، عرفان صدیقي او د میجر عامر په شمول څلور کسیزه ډله ونوموله. حکومتي مذاکراتي ټیم خپله لومړۍ غونډه د تیرې جمعې په ورځ ترسره کړه.

XS
SM
MD
LG