د لاسرسي ځای

کرزي: امنیتي ارګانونو دې د هر ډول ګواښ کلک چمتوالی ونیسي


ولسمشر کرزي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست ته دنده سپارلې چې؛ د هېواد د دفاع لپاره ځانګړی پلان ترتیب کړي او د هر ډول ګواښ لپاره دې کلک چمتوالی ونیسي.


د وزیرانو شورا او چارو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر کرزي له قوله لیکلي چې؛ د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د پروسې په پای ته رسېدو سره یوه ځواکمن، سمبال او په کورنیو سرچینو باندې تمویلیدونکي پوځ ته اړتیا ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې؛ ولسمشر کرزي امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې څو له اوسنیو ستونزو څخه د خلاصون لپاره د اکمالاتو؛ پرسونل، وسلو او مهماتو په برخه کې خپلې دقیقې محاسبې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG