د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان انتخاباتي کميشن له لوړپوړو چارواکو سره ګوري


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميشن نن د کورنيو او دفاع چارو وزيرانو او د استخباراتي اداری له مشر سره د انتخاباتي کانديدانو، د هغوى د مرستيالانو او د رايې ورکولو د مرکزونو پر امنيت بحث کوي.

د انتخاباتو خپلواک کميشن وياند نور محمد نور پرون مشال راډيو ته وويل چې په دې غونډه کې به د امنيت شورا يو غړى د څارونکي په توګه موجود وي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د کانديدانو کمپاينونه رسماً سبا ته پيلېږي او د دغو انتخاباتو په وړاندې ناامني يوه لويه ستونزه بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG