د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت د صحت لپاره یو کمپاین پېلوي


د خيبر پښتونخوا حکومت د اتوار له ورځې په پېښورکې د پوليو په ګډون د ماشومانو د نورو ناروغيو پر ضد د صحت انصاف په نامه کمپين پيلوي.

هم داراز ياد حکومت د صوبې په روسته پاتې ضلعو کې د ميرمنو او ماشومانو لخوا د صحت کوروسنو سر ته رسولو په صورت کې د پيسو ورکولو هم اعلان کړی دی.

د خيبر پښتونخوا د صحت وزير شوکت يوسفزۍ پرون مشال راډيو وويل چې د صوبې په دولسو ضلعو کې به هغه کورنيو ته د يو ماشوم پر سر زر روپۍ ورکوي چا چې خپلوماشومانو ته د پوليو ناروغيو په ګډون د نورو بيماريو ضد د ټيکو کورسونه مکمل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG