د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو ترمنځ نښتې څلور کسان وژلي


د خيبر ايجنسۍ د باړې په برقمبر خيلو سيمه کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي .

د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن سهار مشال راډیو ته وويل چې تیر ماښام د باړې په برقمبر خیلو سیمه کې د لښکر اسلام وسله والې ډلې او ځايي حکومت پلوه ډلې امر بالمعروف د پلویانو ترمنځ په نښته کې دا مرګ ژوبله رامخې ته شوې ده.

د خیبر ایجنسۍ په باړه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لښکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG