د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت : پرویز مشرف د علاج لپاره بل ملک ته نه شي تلای


د پاکستانی پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف
د پاکستانی پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف
اسلام اباد: د پاکستان يوه ځانګړي عدالت د دې ملک د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف پر ضد د غدارۍ د مقدمې د اوريدنې پر وخت د پرویز مشرف هغه درخواست رد کړی دی په کوم کې چې نوموړي د علاج لپاره له پاکستانه د دباندې تلو غوښتنه کړېوه.

عدالت نه یوازې د پرویز مشرف دا درخواست رد کړی دی بلکې د هغه د نیولو لپاره یې داسې امر کړی دی چې ضمانت یې کېدای شي.

عدالت د جمعې په ورځ په یوه پرېکړه کې ویلي دي چې د زړه د رنځونو پوځي روغتون په خپل رپوټ کې نه دا ویلي دي چې پرويز مشرف دي عدالت ته نه حاضريږي او نه یې هم دا لیکلي چې نوموړي ته په ګرځېدو کې څه مسله شته.

یاد عدالت پرویز مشرف ته امر کړی دی چې د روانې مياشتې پر اوومه نېټه دي پر هغه د غدارۍ د روانې مقدمې په اورېدنه کې حاضر شي.

پر پرویز مشرف له دې کبله له ملک سره د غدارۍ تور دی چې هغه د خپل واکمنۍ پر مهال د ۲۰۰۷ م کال د نومبر پر دریمه نېټه په ملک کې بېړنی حالت یا ايمرجنسي لګولې وه.

د قانون پوهانو په خبره ، په دې مقدمه کې پرویز مشرف ته د مرګ سزا هم اورېدل کېدای شي.
XS
SM
MD
LG