د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: جوهر څارنایف ته د مرګ سزا غوښتنه


جوهر څارنایف
جوهر څارنایف

د امریکا وفاقي (فېډرالي) څارنوالان وايي، که پر جوهر څارنایف د بوسټن ډله ییزې منډې بمي چاودنو تور ثابت شي نو ورته به د مرګ سزا غوښتنه وکړي.


تېره ورځ، د امریکا لوی څارنوال اېرېک هولډر وویل، هغه دولتي وکیلانو ته واک ورکړی دی چې د تېر کال اېپرېل ۱۵مې په بمي چاودنو کې د څارنایف مشکوک رول په اړه د هغه لپاره د مرګ سزا وغواړي.

په هغو چاودنو کې درې کسان وژل شوي او ۲۶۴ ژوبل شوي ول. دا د سېپټېمبر د ۱۱مې تر حملو وروسته په امریکا کې له لویو ترهګرو حملو یوه هغه وه. د سېپټېمبر ۱۱مې په بریدونو کې شا و خوا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي ول. څارنوالان ادعا کوي چې جوهر څارنایف او د هغه ورور تیمور لنګ دواړو د بوسټن ډله ییزې منډې د پای له لیکې سره نېږدې په دېګ بخار کې دوه بمونه ایښي ول.

دواړه ورونه نسلاً د روسیې چېچنیا ول. تیمور تر بمي چاودنو څو ورځې وروسته له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی وو. ۲۰ کلن جوهر څارنایف ویلي دي چې مجرم نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG