د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کابل او واشنګټن امنیتي تړون به ژر لاسلیک شي"


د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفرسپنتا
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفرسپنتا

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي، دی هیله من دی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون به د ولسمشرۍ له راروانو انتخاباتو مخکې لاسلیک شي.


رنګین دادفرسپنتا پرون پنجشنبې ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغان او امریکايي چارواکو ترمینځ خبرې اوس هم روانې دي، چې د دواړو خواوو اختلافات ختم کړل شي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د سپنتا څرګندونو په اړه ویلي، دی نه پوهېږي چې آیا د ولسمشر کرزي سلاکارانو ډاډ چې دا تړون به ژر لاسلیک شي ومني، او که نه.

هېګل د پولینډ په پلازمېنه وارسا کې خبري غونډې ته وویل، د امریکا هغه ملګري چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د افغان سرتېرو روزنې او هغوی ته د سلا مشورو له عمل سره مرستې ته لېواله دي، هم غواړي پوه شي چې امنیتي تړون سمدستي لاسلیکېږي او که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG