د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونه د ترهګرۍ ضد یوه تګلاره نه لري


خیبر پښتونخوا کې مخالف ګوندونه وايي چې موجوده صوبايي حکومت د ترهګرۍ پر ضد واضحه تګ لاره نه لري

پیښور: د نهې پر ورځ د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف او د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک په اسلام آباد کې په لومړي ځل ملاقات کې د امنیت تره ګرۍ او د پښتونخوا د نورو معاملاتو په خبرې اترې وکړې.


وزیر اعظم میا نوازشریف د پښتونخوا حکومت ته باور ورکړ چې د تره ګرۍ، امنیت او له وسلوالو سره د مذاکراتو په لړ کې به د پښتونخوا حکومت په اعتماد کې اخلي او له پښتونخوا صوبې سره به پر دې مهیمو موضوعاتو مشاورت جاري ساتي.

خو په پښتونخوا کې مخالف ګوندونه او څېړونکي وايي، د پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر ضد واضحه تګ لاره نه لري. د دوی په خبره د پښتونخوا حکومت، مرکزي حکومت او ریاستي ادارې د تره ګرۍ پر ضد بیلابیلې تګلارې لري.

د وزیر اعظم میا نواز شریف او اعلا وزیر پرویز خټک تر دې لیدنې وړاندې به اکثره صوبايي حکومت پر مرکزي حکومت تورونه لګول چې د تره ګرۍ او امنیت په لړ کې او د صوبې د نورو معاملاتو په لړ کې مرکزي حکومت د صوبايي حکومت تپوس نه کوي. خو د اعلا وزیر پرویز خټک او د وزیر اعظم د نهې ورځې ملاقات پس صوبايي وزیر شوکت یوسفزي مشال ریډیو ته وویل چې دا مهال د صوبايي حکومت او مرکز ترمنځ همکاري پر ښه لور روانه شوې ده

"دا صوبه له وړاندې په یو شمېر مسلو کې ګېره ده، دلته یو اور لګیدلی دی او دلته کې تره ګري ده، نو د شروع نه موږ دا هڅه کړېده چې له مرکز سره خپل تعلقات او رابطې سمې کړو او چې کومې مسلې دي، هغه ورسره شریکې کړو چې د حل لاره یې راوباسو، نو تېره ورځ چې کوم ملاقات دواړو وکړو نو تر ډېره حده موږ په دې اطمینان لرو او دواړو چې د صوبې په اړه کومې خبرې اترې کړېدي نو موږ امید لرو چې وفاقي حکومت به د دې صوبې په لړ کې له سنجیدګۍ کار اخلي"

خو د خیبر پښتونخوا مخالف ګوندونه وايي چې موجوده صوبايي حکومت د ترهګرۍ پر ضد واضحه تګ لاره نه لري- په دې لړ کې د پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک مشال راډیو ته وویل:

"د تره ګرۍ په لړ کې دوی[صوبايي حکومت] هېڅ پالیسي نه لري، تاسې وګورئ چې یوې ماشومې[ملالې یوسفزۍ] کتاب ولیکلو او دوی د دې اجازه ور نکړه چې د هغې کتاب مخکتنه دې وشي، دلته یو بل ماشوم اعتزاز یو ځانمرګی بریدګر راایسار کړو او په سلګونو نور ماشومان یې له مرګه بچ کړل او دوی کې دومره همت نه وو چې دوی د هغه کور ته ورغلي وائ، نو د تره ګرۍ په لړ کې خو دوی هېڅ تګ لاره نه لري، پر موږ خو به یې دا تور لګولو چې دوی له امریکا ډالرې اخسیتې دي او د امریکا د ډالرو په وجه دا خلک وژل کېږي خو دا مهال نهه میاشتې وشوې چې عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې نه دی نو پکار ده چې دوی دې ټول پښتون قام ته ځواب ورکړي چې اوس دا وژنې څوک کوي؟"

په پیښور کې خبریال او کارپوه ریاض داودزی هم وايي، چې د تره ګرۍ پر ضد د مفکوری په لړ کې د صوبايي حکومت او ریاستي ادارو په موجوده مفکوره کې واضحه فرق په نظر راځي:

"د عمران خان او جمات اسلامي نظریات وګوری او د هغوی مفکوره او بیانیه وګوری، نو تاسې ته به پته ولګي چې د دوی او د ریاست په مفکوره کې ډیر فرق دی، کله چې په کراچۍ کې چودري اسلم ووژل شو او په پینډۍ کې د جي اېچ کیو د دروازې خوا کې برید وشو او بیا هغوی[طالبانو] د هغه ذمه واري واخیستله او په دغه او نورو داسې پیښو چې د صوبايي حکومت کوم بیانونه او خبرې موږ وکتلې نو هغه بالکل د وفاقي حکومت او د ریاست د امنیتي ادارو له خبرو او بیانونو مختلف دي"

د یادونی وړ ده چې د تره ګرۍ د وروستیو لویو لویو پېښو پس د پاکستان ریاستي ادارې او مرکزي او صوبايي حکومتونه په دې سلا شوي دي چې په ملک کې له وسلوالو سره مذاکرات وکړي او که د هغوی پر ضد کوټلي عملیات وکړي.
XS
SM
MD
LG