د لاسرسي ځای

تازه خبر

سټراټيجيک مذاکرات پرمختګ دی خو لاس ته راوړنه نه ده


امریکایي او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د څه باندې دریو کالونو تر ځنډ وروسته د روانې مياشتې پر ۲۷مه نېټه په واشنګټن کې د سټراټيجيکي مذاکراتو لومړۍ غونډه وکړه.

امریکایي او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د څه باندې دریو کالونو تر ځنډ وروسته د روانې مياشتې پر ۲۷مه نېټه په واشنګټن کې د سټراټيجيکي مذاکراتو لومړۍ غونډه وکړه.


د سټراټيجيکي مذاکراتو پروسه په ۲۰۱۱م کال کې تر هغه وروسته په ټپه ودرېده چې په ځينو مسلو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې چې يوه يې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو لخوا د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن پر استوګنځای بريد او د هغه وژل و.

دا مذاکرات د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم د سلاکار سرتاج عزيز لخوا پر مخ يووړل شول.

که څه هم په خپره شوې ګډه اعلاميه کې د دواړو لوريو لخوا په اقتصادي او دفاعي برخو کې د همکارۍ زياتول او د يو بل مرسته کول شامل دي خو د نړيوالو او سیاسي چارو يو شمېر کارپوهان د اعلاميو او خبرو پر ځای عملي ګامونو ته لومړيتوب ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت پخوانی سېکرټري او د نړيوالو چارو کارپوه شمشاد احمد وايي چې د مذاکراتو پېل يو ښه خبره ده خو په دې کې بايد لاس ته راوړنې وشي.

((په دغه سټراټيجيکي مذاکراتو کې ډېر مهم پرمختګ نه دی شوی، پرته له دې چې اعلاميې خپرې شوې او شيان مثبت لور ته روان شول. نو زه دا وايم چې د امريکا او پاکستان اړيکې صحيح لور ته رواني شوې خو دوی ته د يو مهمې لاس ته راوړنې ضرورت دی او په دې تعلق کې بايد دوه اړخيزه يووالی وي.))

د سټراټيجيکي مذاکراتو پېل په داسې وخت کې شوی چې يو خوا د پاکستان نوی حکومت له اقتصادي کمزورتيا او توانايي له بحران سره مخامخ دی نو بلخوا د روان کال تر آخره يو شمېر امريکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي. د نړيوالو اړيکو څېړونکی طيب صديقي وايي چې د مذاکراتو بيا پيلېدل د دواړو هيوادونو مجبوري په ډاګه کوي.

((دواړه لورې مجبورياني لري. د پاکستان مجبوري خو اقتصادی ده ځکه موږ د آی اېم اېف پوروړي يو او د دوی د شرطونو د منلو سربېره زموږ په اقتصاد کې ښه والی نه دی راغلی. نو نه يوازې له امريکا څخه د مرستو د تر لاسه کولو خبره ده بلکې ټولې نړيوالي مالياتي ادارې د امريکا تر اغېز لاندي دي او د اړيکو په خرابوالي سره به اقتصادي ستونزې زياتي شي. بلخوا د امريکا دا مجبوري ده چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې امن نشي راتلای. د دې سربېره ۲۰۱۴م کال له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو کال دی نو د پاکستان د مرستې پرته به په آسانه د دوی د وتلو امکانات ډېر کم شي.))

تېر کال د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د پاکستان دوره وکړه او وروسته بيا د پاکستان وزيراعظم امريکا ته لاړ او له ولسمشر اوباما سره پر يو شمېر مسايلو وږغېدی. د دواړو هيوادونو د حکومتونو تر منځ په وار وار د اړيکو پرمخ بيولو لپاره خبرې اترې شوي دي خو بيا هم زياتره وخت ترينګلتيا پر ځای پاته وي. شمشاد احمد زياتوي چې د برياليو او غوره اړيکو لپاره بايد امريکا د پاکستان د حکومت پر ځای له ولس سره په دوامداره توګه تماس ټينګ کړي.

((د امريکا تعلق يا پاملرنه همېشه د پاکستان حکومت ته شوې ده او له همدې کبله ناپوهي رامنځ ته شوې ده. نو زما په فکر د دې ځای د ۲۰ کروړه خلکو سره د اړيکو ټينګوالی به د واشنګټن لپاره ګټور وي. نو سټراټيجيک مذاکرات کول خو برياليتوب نه دی بلکې دا خو د اړيکو دښه والي يوه وسيله ده. د سټراټيجيکي مذاکراتو د مقصد تر لاسه کولو لپاره ضروري ده چې د منزل پر لور سفر وکړل شي او په پايله کې هم هغه څه لاس ته راوړل شي چې امريکا له نورو هيوادونو سره کړي دي.))

له امريکا سره د پاکستان له جوړېدو بيا تر اوسه په دوه اړخيزه اړيکو کې په بېلا بيلو وختونو کې بېلا بېل بدلونونه راغلي دي. که څه هم پاکستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې امريکا تر ټولو زياتې مرستې ورکوي خو د سياسي چارو د کارپوهانو په اند بيا هم ځيني وخت د قامي ګټو د خوندي ساتلو په موخه په دې اړيکو کې سوړوالی رامنځ شي.
XS
SM
MD
LG