د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په خوست کې د پولیسو لپاره د یو لوی کمپلیکس اړتیا ده"


مسلکي او په پوځي زده کړو او تکتیکونو سمبال پولیس کولای شي، چې په ټولنه کې قانون پلی او عامه نظم تامین کړي او بالاخره د خلکو پوره ملاتړ او مرسته لاسته راوړي.

مسلکي او په پوځي زده کړو او تکتیکونو سمبال پولیس کولای شي، چې په ټولنه کې قانون پلی او عامه نظم تامین کړي او بالاخره د خلکو پوره ملاتړ او مرسته لاسته راوړي.


دا څرګندونې خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د چهارشنبې ورځې ناوخته د خوست د پولیسو د روزنیز پروګرام څخه د دویمې دورې د ۷۱ تنو فارغینو په ځانګړو پوځي مراسمو کې مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

د نوموړي په وینا د پولیسو د روزنیز مرکز په دویمې دورې کې د خوست د بیلابیلو ولسوالیو ۷۱ تنو سرتیرو دوه میاشتنۍ زده کړې حاصلې کړي، چې د خپلو دندو پر مهال به ورڅخه ګټه پورته کوي.
خوست امنیه قوماندان زیاتوي، چې په یاد ولایت کې د پولیسو روزنېز مرکز د وسائیلو او مسلکي استادانو له اړخه مجهز مرکز دی او دا زده کړې به پولیسو سره مرسته وکړي، چې د خلکو سره د خپلو دندو د اجراء پر مهال ښه چلند وکړي:


((زموږ ملي پولیس به شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې وي، تعلیم او تربیه د یو منسوب او پولیس له پاره اساسي کاري رکن تشکیلوي، هیله کوم چې په راتلونکې کې بیا هم داسې ورځ راشي، چې ستاسو غوندې ځوانان له دې مرکز نه فارغ شي او د خپلو خلکو او وطن په خدمت کې وي.))
په خوست کې د پولیسو د تعلیمي مرکز قوماندان سمونیار ګل محمد وايي، چې پولیس د عامه نظم د خوندیتوب او د خلکو د امنیت او شتمنیو د ساتنې مسوولیت برغاړه لري، چې دا کار د پولیسو ښې ښوونې روزنې ته اړتیا لري:

((د دوو میاشتو په تېریدو سره موږ دې عادي پولیسو ته د مسلکي زده کړو د ورکولو له لارې دا د ملي پولیسو لیکو ته شامل کړل، په عام ډول ملي پولیس د قانون د واکمنۍ مسوولیت لري، همدارنګه د خلکو د شتمنیو د ساتنې مسوولیت لري، لکه څرنګه چې پولیسو خلکو ته دا وعده ورکړې ده، چې دوی به د خاورې او ولسونو خدمت کوي.))

د نوموړي دوه میاشتني پروګرام دریو تنو فارغانو خپل مشال راډیو سره نظرونه په دې توګه شریک کړل.

((۱-یوسف خان ځاځي یم د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکی، د دوو میاشتو د زده کړو په جریان کې مو د وسلو لکه توفنګچې، کلاشینکوف او دهشکې انداخت او کارول زده کړل، موږ ته چې کومې پوځي زده کړې په دې اکاډمۍ کې راکړل شوي، موږ په ډېر څه پوۍ شو او خپلو شریفو خلکو ته به ډېر خدمت کوو.

۲-عزت الله سرباز یم د تریزیو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، پولیسي مسلک سره مو ډېره مینه وه او غوښتل مو له دې لارې هېوادوالو ته خدمت وکړو نو په همدې احساس موږ ورته راغلو.

۳-صالح محمد سرباز یم کله چې ما خارج ته سفر وکړ، هلته مې چې نظامي خلک ولیدل او پولیس مې ولیدل، نو ماسره ډېر شوق او علاقه پیدا شوه، چې زه هم په خپل وطن کې پولیس شم، د ټولو هېوادوالو مې دا غوښتنه ده که په داخل کې وي او یا په خارج کې رادې شي او له موږ سره دې لاس یو کړي، چې دا وران افغانستان موږ ټول سره په ګډه جوړ کړو.))


خوست والي عبدالجبار نعیمي په یادو مراسمو کې کورنیو چارو وزارت او نړیوالو مرستندویانو ته د پولیسو له پاره د یو کمپلیکس د جوړیدو غوښتنه وکړه:

((هر ډول چې کیږي موږ باید د امنیه قوماندانۍ د تعمیر او هغه مربوطه ادارو له پاره يې په ډېره پراخه کچه دلته باید تاسیسات ورته جوړ کړو، ځکه چې هر کله زه تاسو وینم، په رښتیا چې تاسو ډېرې ستونزې لرئ، هغه څه چې په اختیار کې لرئ تاسو سره هغه توپک او تفنګچه ده، چې باید د شته وسایلو او امکاناتو ساتنه وشي، په هر قیمت چې وي هغه داسې وساتل شي، چې هغه هر وخت او هر مهال د استفادې او ګټې وړ وي.))

کتونکي په دې باور دي، که چیرې د پولیسو پوځي ښوونې او روزنې او په تخنیکي اړخه د دوی تجهیز او سمبالښت ته پاملرنه ډېره شي، نو ښايي د دندو او جګړه ییزو فعالیتونو پر مهال د پولیسو د تلفاتو او مرګ ژوبلې اوسنۍ کچه راکمه شي.
XS
SM
MD
LG