د افغانستان د ملي امنیت اداره وایې، په کابل کې یې زرګونه جعلي ډالر نیولي دي.
د دغې ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې دوه داسې کسان یې بالفعل نیولي چې نهه زره امریکایې ډالر یې په کابل ښار کې د نوي کابل بانک په څانګه کې تبادله کول.
اعلامیه زیاتوي، چې دغو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې دغه ډالر یې د پاکستان د پیښور ښار له کارخانو سیمې څخه اخیستي او کابل ته یې راوړي.
د دې قضیې په اړه پلټنې دوام لري.