د لاسرسي ځای

د عراق امنیتي ځواکونو د سني یاغیانو قومندان ووژلو


په عراق کې امنیتي چارواکي وايي چې د هغو سني یاغیانو قومندان یې وژلی دی چې په لوېدیځ ولایت انبار کې یې یو شمېر سیمې نیولې دي.


د ازادې اروپا د راډیو عراقي څانګې د امنیتي چارواکو له خولې ویلي چې ابو عیشا السعودي یې وژلی دی. دا کس په عراق کې د القاعده پلوه ډلې (اسلامي دولت) وزیر ګڼل کېدی.

ویل شوي چې نوموړی د سعودي عربستان شهریت ښاري دی.

چارواکي وايي چې د انبار ولایت له مرکزه دباندې په ابو فرج سیمه کې درې نور داسې یاغیان هم وژل شوي دي چې تعلق یې له سعودي عربستان سره وو.

عراقي چارواکو دا اعلان د چارشنبې په ورځ په داسي وخت کې وکړ چې د ابو فرج د سیمې د بېرته نیولو په عملیاتو کې یې د پرمختګ یادونه وکړه. دا سیمه د انبار صوبې له مرکز رمادي دباندې پرته ده.

امنتي چارواکو ویلي چې دوی په فلوجه کې پر موجودو وسله والو راګرځېدلي دي خو په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې په ښار کې پر وسله والو برید وکړي او که نه.
XS
SM
MD
LG