د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د ولسمشر باراک اوباما د وینا هر کلی کړی دی


افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل امریکايي سیال باراک اوباما د هغو تازه څرګندونو هرکلی کړی دی په کوم کې چې ولسمشر اوباما د سېشنبې په شپه خپل ملت ته په وینا کې د افغانستان له راتلونکي سره ژمنتیا ښودلې ده.


ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر اوباما د څرګندونو هرکلی په هغه بیان کې کړی دی چې د چارشنبې په ورځې له دفتره خپور شوی دی.

افغان ولسمشر ویلي ، د باراک اوباما څرګندونې له دې کبله هم د ستاینې وړ دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاس لیک لپاره یې افغانستان ته کومه خاص نېټه نه ده ټاکلې.

د افغانستان او امریکا ترمنځ به د دې امنیتي تړون لاس لیک کېده له ۲۰۱۴م کاله وروسته هم یو شمېر امریکايي ځواکونو ته د دې لاره هواره کړي چې د افغان ځواکونو د روزلو لپاره په دې هیواد کې پاتې شي.

امریکا افغانستان ته خبرداری ورکړی دی چې که یې دا تړون ورسره لاس لیک نه کړ نو دوی دا پرېکړه هم کولای شي چې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل بیان کې ویلي چې د دې امنیتي تړون د لاس لیک کولو لپاره شرط دا دی چې د امن داسې خبرې اترې پیل شي په کوم کې چې طالب یاغیان هم شامل وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG